
د هيواد په پرمختګ کې د ځوانانو رول
ځوانان د ټولنې بنيادي ځواک او د ملا د تير حيثيت لري .دوی د هيواد په پرمختګ او ترقۍ کې اساسي رول لري. ځوانان د ټولنې مټې دي. دوی کولی شي له خپل فزيکي قوت او استعداد څخه په ګټې اخيستنې سره د خپل ګران او محبوب هيواد راتلونکې روښانه کړي او خلک د جهل له تياروڅخه وژغوري. ځوانان په تعليمي ، سپورتي، تجارتي، صنعتي ، زراعتي،د بيارغونې او دهيواد ساتنې او دفاع په ډګرونو کې بايد مخکښ وي.، خپله وړتيا او فکري او فزيکي قوت په کار واچوي ، خپله وړتيا، استعداد او مېړانه ثابته کړي، د خپل کنډر کنډر هيواد چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی جوړونه، ساتنه او پرمختګ ددوی دنده او مسئوليت دی. د تېرو څلورو لسيزو په تپل شويو جنګونو کې له ټولو زياته ضربه همدې ځوانانو تحمل کړه. اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې زموږ دټولنې با احساسه او با استعداده ځوانان دوطن په بيا جوړونه کې هم قرباني ورکړي او خپل هيواد د نړۍ له نورو پر مختللو هيوادو سره د سيالۍ جوګه کړي. د اسلامي امارت پر چارواکو هم غږ کوو، چې د ځوانانو د تعليم په لاره کې پراته خنډونه له منځه يوسي ترڅو ځوانانو ته د نړۍ په معيار د لوړو زده کړو کره او پوره زمينه برابره شي، بې روزګاره ځوانانو ته دې دکار زمينه جوړه کړای شي او لوستو ځوانانو ته دې په دولتي چوکاټ کې د دندو فرصت ورکړل شي ترڅو خپل ځوريدلي ملت ته د خدمت کولو جوګه شي او هغه ځوانان چې له خپل هيواد څخه په قاچاقي لارو نورو هيوادونو ته ځي او د دوی له فزيکي قوت او استعدادونو څخه نور خلک ګټه پورته کوي، بايد مخه يې ونيول شي او دنړيوال استعمار د اوروستۍ دسيسه درک او شنډه کړي، چې داد افغانستان لپاره يو نه جبرانيدونکی اولوی زيان دی. اسلامي امارت بايد ژر ترژره د ځوانانو دغه بهير چې بهرنيو هيوادونو ته ځي ودروي. ځوانان زموږ د ملت ملي سرمايه ده او پکارده چې د هيواد په آبادۍ کې ترې ګټه واخيستل شي.