سرلیکنې

د هيواد ودانولو او پرمختيا لارې چارې… !

موږ سره له دې چې پراخې طبيعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره  پریمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.

موږ سره له دې چې پراخې طبيعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره  پریمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.موږ اوس هم د اړتيا وړ ډېر شيان له نورو هيوادونو واردوو روغتيايي برخه مو هم ډېرې نيمګړتياوې لري او هره ورځ مو د هيواد پر پولو ګڼ ناروغان، په دې هيله چې  ګاونډيو هيوادونو ته د درملنې لپاره سفر وکړي، ساعتونه-ساعتونه په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي.خو دا چې د هيواد د ودانولو او پرمختيا لارې چارې کومې دي، نو لومړۍ دا چې د هيواد رغونه او پرمختګ زموږ ټولو مسؤليت او دنده ده، که څه هم د منصبونو او صلاحيتونو په بدلون سره دمسؤليت په کچه او نوعيت کې هرومرو توپير شته؛ خو مسؤليت د ټولو مشترک دی او هغه مهال به مو دغه ستر مسئوليت سرته رسولی وي، چې ټول په خپلو-خپلو برخو کې د مسؤليت احساس وکړو او د هيواد د رغونې او پرمختګ لپاره مټې رابډوهو.د امکاناتو او پوره صلاحيتونو د لرلو له امله طبيعي ده، چې د حکومتي چارواکو مسؤليت تر نورو ډېر او دروند دی، د خلکو د ځان، مال عزت او ملي ارزښتونو ساتنه، هر چا ته د زده کړو، کار او هوسا ژوند مناسب چاپيريال جوړول د حکومتي چارواکو دنده او مسئوليت دی.خو ددې معنا دا نه ده، چې ملت هيڅ مسئوليت نه لري، بلکې هغوی دنده او مسئوليت لري چې قانون ته درناوی وکړي، د ټولګټو پروژو ساتنه او څارنه د ټولو شريکه وظيفه ده او دغه راز د امنيت او ثبات په برخه کې موږ ټول بايد حکومتي ارګانونو سره همکاري خپله دنده وګڼو.موږ بايد په خپله خپل هيواد ورغوو، پرديو مرستو ته په تمه نشو، نورو که هيواد راته رغولی، دا شل کاله به يې رغولی وای، د هغوی د شعاري مرستو تر شا هم ګڼ داسې اهداف او موخې وي، چې زموږ ديني او ملي ارزښتونه يې نه ايجابوي.که موږ ټول په ګډه کار وکړو او د هيواد رغونه او پرمختګ خپل مشترک مسئوليت وبولو، په راتلونکي نږدې وخت کې به ان شاء الله تعالی د يو پرمختللي، پر ځان بسيا او هوسا هيواد شاهدان  واوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button