سرلیکنې

د هيواد بيارغونې ته د اسلامي امارت کلک هوډ!

حکومتونه او نظامونه د ملتونو د هوساينې، ښيګڼې او خيرخواهۍ لپاره رامنځته کېږي، د اسلامي نظامونو بيا يوه دنده بله هم زياته ده، هغه دا چې د رعيت د دين ساتنه به هم کوي.

18 / 100

حکومتونه او نظامونه د ملتونو د هوساينې، ښيګڼې او خيرخواهۍ لپاره رامنځته کېږي، د اسلامي نظامونو بيا يوه دنده بله هم زياته ده، هغه دا چې د رعيت د دين ساتنه به هم کوي.

له کومې ورځې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د اسلامي نظام په توګه يې خپلو دواړو مکلفيتونو ته پاملرنه کړې ده. هم يې د ملت د دين ساتنې په برخه کې پراخې هڅې پيل کړي او هم يې ورته د هوسا ژوند د برابرولو لپاره د بيارغونې ګڼ شمېر بنسټيزې پروژې تر کار لاندې نيولې دي.

د هيواد رغونې او پرمختګ ته د اسلامي امارت ژمنتيا  دعوه نه، بلکې هغه روښانه او څرګند حقیقت دی، چې هره ورځ يې له رسنیو اورو، چې د هېواد په هر ګوټ کې یو په بل پسې داسې رغنیز کارونه پرمخ روان دي، چې د هېوادوالو د خوښۍ سبب ګرځېدلي.

څه موده وړاندې د چا دا یقین نه راته، چې یو وخت به افغانستان د اشغالګرو له ناولو منګولو نجات مومي، ټول هېوادوال په ناهیلۍ په دې اند وو، چې اشغال د یوه تور دېو په څېر د افغانستان د پرمختګ پر هره برخه سیوری غوړولی او چاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو تطبیق ته اقدام وکړي، حقیقت هم داسې و، ځکه اشغالګرو په افغانستان کې بنیادي پروژې نه عملي کولې، ځکه دوی افغانستان د خپلو ګټو لپاره اشغال کړی و، نه د بیا رغونې لپاره او په دې توګه هېوادوال اونړیوال ټول پر دې ترخه حقیقت پوهېدل چې افغانان د دوی ډالري جیبونو ته سترګې په لاره او احتیاج وساتل شي.

خو اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د هيواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره يې په بېلابېلو برخو کې پراخ کارونه پيل کړي دي، د مختلفو کاني زېرمو(قېمتي ډبرو، نفتو ، مسو او وسپنې ) استخراج پر نړیوالو منل شويو معيارونو برابر پر مخ روان دی. همدارنګه په تولیدي برخو کې هم له درملو را نیولې بیا د مختلفو نورو اړتیا وړ توکو لکه سمنټو، غوړیو او پلاستیکي موادو د تولید فابریکې د جوړېدو په حال کې دي او ځینې پخوانۍ یې ترمیم شوې او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

د هيواد د لويو لارو د بيا رغونې په برخه کې د اسلامي امارت هلې ځلې د ستاينې وړ دي. وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د کابينې په غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې تر غزني پورې د کابل- کندهار لويې لارې د دوهم سړک جوړولو لپاره دې له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايله دې د رياست الوزراء مقام سره شريکه کړي.

د هيواد د رغونې په برخه کې د اسلامي امارت چټک کار ته په کتو سره ويلی شو، چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره سيال شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button