
د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره د ستراتیژیک پلان اړتیا !
د روان کال د وږي ۱۶مه، د پاکې هوا نړیواله ورځ وه، خو افغانان د دې ورځې له را رسېدو سره سم ککړې هوا اندېښمن کړي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ښار هوا لا ډېره ککړېږي،چې له امله یې بېلا بېلې ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې هم زیاتې شوې دي.کابل کې ډاکتران هم د دې ستونزې پخلی کوي چې په دې ورځو کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې او تر څنګ یې د پلازمېنې د هوا ککړتیا کچې لوړوالی د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده که د هوا ککړتیا همداسې دوام پیدا کړي مرګونې پایلې به ولري.رښتيا هم په دې وروستیو کې د کابل هوا داسې ککړه شوې، چې ساه اخیستل په کې ګران کار دی، که څه هم په وروستيو څو کلونو کې د ورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې په کې له منځه تللي دي، د هوا ککړتیا کې ځانګړې ونډه لرلې ده، خو د کابل او ټول هېواد د اوسېدونکو بې باکي هم د هوا په ککړتیا کې پوره برخه لري چې د بې کیفیته سون توکو بې درېغه استعمال او د خامه سړکونو شتون دا ګواښ نور هم زیات کړی دی.په دې کې شک نه شته چې هوا او اوبه د الله جل جلاله لوی نعمتونه دي چې پر موږ یې پېرزو کړي،خو د دې دواړو ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د یو ستر او پاک چاپېریال په میراث پرېښودل زموږ د ټولو دنده ده، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې د څلور لسیزو جګړو او نورو عواملو زموږ ملي او اسلامي احساسات داسې ځپلي،چې اوس اکثره افغانان یوازې د ځان او د خپل کور تر دروازې فکر کوي او هاخوا د کلي، ښار، ولایت او هېواد په اړه هېڅ د مسوولیت احساس نه کوي چې دې فکر زموږ د هېواد ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي. دغه راز د مسلکي کدرونو نشتوالی او د عامه پوهاوي کمښت زموږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي. اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږي چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو پر ژوند خورا منفي اغېزه لري. چې اوس مهال د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. همدا اوس په کابل کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، چې دغه د نفوس ډېروالی د دې باعث ګرځېدلی چې د کابل غرونه، غونډۍ او شنې ساحې په مسکونه سیمو تبدیلې شي. همدا لامل دی، چې کابل کې ۸۰ سلنه ناروغان د کابل روغتونونو کې د همدې ککړې هوا د تنفس کولو او ککړو اوبو د څښلو له امله بستر او ځينې يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.داچې په کابل کې نفوس زيات شوی، له غیر معیاري تېلو کار اخیستل کېږي، په پخلي کې له ډبرو سکرو، لرګيو پلاستيکي کڅوړو، د موټرو له ټیرو او ډيزلو خلک ګټه پورته کوي، د ځنګلونو او د ونو نه موجوديت، د وګړو ناغېړي او ډېر دوړن او خامه سړکونه او کوڅې او د زړو موټرو کارېدنه د دې باعث شوې، چې هوا ککړه او د وطنوالو روغتيا زيانمنه کوي، نو په کار ده، چې حکومت د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي او د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره یو سم ستراتیژیک پلان جوړ او پر ټولو يو شان پلی کړي او له دې لارې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تېلو پر ځای پاکه «رینیوبل» انرژي، یانې لمریزه او بادي انرژي وکارېږي. په هره سیمه کې باید د کثافاتو او بېکاره شیانو لپاره د سوځولو په موخه ځایونه جوړ شي، په دې کار سره به په عامه ځایونو کې د سون مخه ونیول شي او له بلې خوا دا امکان هم شته چې په ډېرې اسانۍ له دې لارې برېښنا تولید کړای شي. حکومتي مسئولينو ته په کار ده چې له ټولو لومړۍ دې ښاري ټرانسپورټ معیاري کړي او د ښار شنو ساحو ته پاملرنه وکړي، يعنې کابل ښار کې شنې ساحې پراخه کړي. دغه راز دې د نفوس په تراکم کېدو فکر وشي او په ټوله کې دې یوه هر اړخیزه ستراتېژي جوړه او د تطبیق په موخه یې دې ګړندۍ هڅې پيل شي، دغه راز عامو وګړيو ته په کار ده له هغو کارونو ډډه وکړي چې په چاپېریال ته زيان رسوي. مثلاً په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، عامه ځایونو کې د پلاسټیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوایانو کې د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او زاړه موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې نه کارول یې کولای شي تر ډېره بریده موجودي ستونزې را کمې کړي.
احمد راشد