سرلیکنې

د هندوکش غرونه د افغانستان د سیندیزو حوزو ډاډمنه منبع!

د افغانانو اقتصادي آبرو، د اوبو په مدیریت کې نغښتې ده، ځکه افغانستان د موقعيت له پلوه لوړ او غرنی هېواد دی او پر غرنيو سيمو يې ډېرې واورې اورېږي، له بده مرغه چې د کلني اورښت اوبه یې پرته له دې چې ګټه ترې واخیستل شي څلورو خواووته په څپ، څپاندو څپو له ملکه وځي.

د افغانانو اقتصادي آبرو، د اوبو په مدیریت کې نغښتې ده، ځکه افغانستان د موقعيت له پلوه لوړ او غرنی هېواد دی او پر غرنيو سيمو يې ډېرې واورې اورېږي، له بده مرغه چې د کلني اورښت اوبه یې پرته له دې چې ګټه ترې واخیستل شي څلورو خواووته په څپ، څپاندو څپو له ملکه وځي.

    سره له دې چې افغانستان سمندر ته لاره نه لرې او په وچه کې پروت هېواد دی، خو د اوبو داسې سرشارې او پرېمانه زېرمې لرې چې که نن سبا ګاونډې هېوادونه پرې خړوبېږې، لرې نه ده چې په ډېرو نږدې وختو کې به په هېواد کې د کرنې سکتور په ميکانیزه کېدو سره دا زېرمې زموږ په خپل ملک کې د بزګرانو په درد دوا شي.

     د هندوکش د غرونو لوړې لړۍ چې د هېواد د ملا د تېر حیثیت لري د اوبو داسې غني منبع ده چې په شمال کې د آمو مست سیند ترې جوړشوی، د هېواد په لوېدیځ او سويل کې یې هریرود ، خاشرود ،فراه رود ، ارغنداب او د هلمند سیندونه بهاند کړي دي او د ختیځ پلو ته ترې د کونړ، لغمان، پنجشېر او کابل سیندونه را بهیږې چې د هندوکش د غرونو دا خوږې او څپاندې اوبه بې بيې تاجکستان ،ازبکستان ترکمنستان ،ایران او پا کستان ته وځي او د هغو سیمو پراخې کرنیزې ځمکې خړوبوی.

په دې کې ترنک یوازینی سیند دی چې په هېواد کې د ننه اوږد مار پیچی وا ټن وهي او له هېواده چټک نه وځي، نور ټول موږ تږې پرېږدي او پر نورو یې لورینه زیاته ده .

د هندو کش پر لړیو سربېره د هېواد له نورو لویو او وړو غرونو هم سیندونه او خوړونه را بهېږې او په هېواد کې د پاکو، خوږو او صحې اوبو پرېمانه زېرمې او منا بع لرو، چې د کارېزونو او چینو په بڼه هم را برسېره کېږي او زموږ ځمکي خړوبوي .

له دې سره سره موږ له خپلو اوبو لکه څنګه چې لازمه ده د امکاناتو او ظرفیتونو د نشتوالي له امله ګټه نه ده اخیستې، له لویو او کوچنیو سیندونو را پورته شوې ویالې ، بندونه او کانالونه مو ډېره لومړنۍ بڼه لري. سره له دې چې په هېواد کې د بندونو او نهرونو ډېر امکانات موجود دي ، یوازې د قوشتېپې کانال چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت په نوښت جوړېږي، د یادونې وړ دی او هیله ده چې په راتلونکې کې ورته نور کانالونه هم د هېواد له بهاندو اوڅپاندو سیندونو را پورته شي .

د هېواد په اوسنیو اقتصادي شرا یطو کې د ملي اقتصاد د ودی یوه لویه منبع همدا د اوبو شتمني ده، چې که موږ سمه او پرځای ګټه ترې واخلو، لرې نه ده چې ملک به مو په ټولو برخو کې پر پښو ودرېږې  .

نه یوازې د کرنیز سکتور په برخه کې، بلکې که د سردار محمد داود خان د واکمنۍ د مهال د هېواد د سیندونو لپاسه د ۲۶ زره میګاواټه برښنا د تولید هغه پلان چې اسناد یې همدا اوس هم د اقتصاد وزارت کې موجود دي ، وارزول شي، نو جوته ده چې نه یوازې د برښنا واردات به بند شي، بلکې افغانستان به وکولای شي چې د سیمې هېوادونو[هند، پاکستان ، ايران او د ماوراء النهر ] هېوادونو ته هم د برښنا صادرات ولري او د دې ترڅنګ که چېرې دهېواد په بېلا بېلو برخو کې عصري کرنیز او د مېوه لرونکو اشجارو فارمونه جوړ او د استفادې لپاره یې چمتو کړو، کېدای شې بیا موهېواد د آسیا د غلو دانو پر ګدام بدل شې.

اسلامي امارت او د نړۍ نورې بې غرضه مرستندویې ټولنې باید زموږ د اوبو له شتمنۍ ګټه پوره کول په لومړیتوبونو کې راولي، ځکه د افغانستان په اوسنیو اقتصادی شرایطو کې په لومړې ګام کې لازمه ده چې د کرنې سکتور صنعتي شې . دا به سبب شي چې د دې ملک د خلکو اړتیاوو ته بشپړ ځواب وویلای شي.

همد ا راز زموږ او به چې همدا اوس بې توله  [بې میتره ] ګاونډیو هېوادو ته ورځي، باید د اوبو د وېش د نړيوالو معيارونو پر اساس کنترول شي او  کله چې تر کنترول لاندې راوستل شې، نو بیا موږ کولای شو، چې هغو ګاونډیو هېوادو ته چې زموږ اوبو ته اړتیا لري، خپلې اوبه د نړیوالو قوانینوپه چوکاټ کې تر شرایطو لاندې ورکړو، چې په دې توګه به موږ هم د سمندري بندرونو له امتیاز څخه د ملګرو ملتونو سازمان تر قوانینو لاندې سمه ګټه پورته کړو، ځکه په وچه کې راګیرهېوادونه د ګاونډیو له سمندرې  بندرونو د ګټې پورته کولو مسلم او بې قیدو شرطه حق لري ، چې دا حق به موږ د دې اوبو د فشار له وجې تر لاسه کوو او خصوصاً که چیرې موږ خپلې اوبه کنترول کړو، نو هغه ګاونډي هېوادونه چې زموږ له اوبو وړیا ګټه پورته کوی، موږ ته به په مراجعې کولو سره د کراچۍ او بندرعباس په بندرونو کې قانونې اډې را کوي او بیا به څوک د دی حق نه لري چې زموږ هېوادونو ته پر را تلونکو څیزونو بندري بندیزونه ولګوی او یا ووایې چې زموږ د بندرونو له لارې دا څیزونه وړای شې او دا نه ! ځکه زموږ اوبه ، به زموږ قانوني آبرو وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button