مقالې او تبصرې

د هندوستان یو گام پرمختگ او دوه گامه شاتگ

54 / 100

هندوستان په اوس وخت کې نسبت پخوا ته په نړيواله کچه مطرح لیدل کېږي او لامل یې هم په نړيوال منفي سیاست کې د لوېدیځ له لوري د پاکستان ښکېل کول دي، ځکه پاکستان د هندوستان رقیب دی او نړۍ نه غواړي پاکستان ته په ورنېږدې کېدو کې هندوستان له لاسه ورکړي؛ بلکې نړۍ هڅه کوي، چې د پاکستان او هندوستان انډول په نړيواله کچه یو ډول وساتي.خو په هندوستان کې د بهرنۍ لاسوهنې او کورنۍ جگړې نه شتون دا زمینه برابره کړې، چې هندوستان په نظامي او اقتصادي برخه کې یو گام مخکې لاړ شي. د واچپای په وخت کې هندوستان نظامي پرمختگ درلود او لامل یې هم د وخت د چارواکو لخوا له پاکستان سره د سیالۍ پالل او نظامي برخې ته پراخه پاملرنه وه،همدا لامل و، چې د دې هېواد نظامي بودیجه یې لوړه کړه او اوس هر کال لسګونه میلیارده ډالر نظامي چارو ته ځانگړي کېږي؛ خو د من موهن سینگ په وخت کې د هندوستان د اقتصاد او ټيکنالوژۍ پرمختگ هغه څه وو، چې د هندوستان نړيوال رول یې هم پیاوړی کړ او دا هېواد یې د نړۍ د اقتصادي او نظامي پیاوړو هېوادونو لیکې ته ډېر ورنېږدې کړ. د من موهن سنگ کورني او بهرني کامیاب سیاست وکړای شول، چې هندوستان په فضایي څېړنو کې هم گام پورته کړي او فضا ته د څېړنو لپاره د خپل کار په وروستیو کې سپوږمکۍ ولېږي.

اوس چې مودي په هندوستان کې د واک چارې په لاس کې لري؛ د مسلمانانو پر وړاندې د ده تندلاری دریځ هغه څه دي، چې هندوستان د پرمختگ پر ځای د شاتگ پر لور ټېل وهي.

هندوستان د نړۍ په کچه د وگړو پراخ نفوسه هېواد دی. د ۲۰۰۹ز کال د سرشمېرنې مطابق د هندوستان د وگړو شمېر (۱۱۹۸۰۰۳۰۰۰) دی، چې د ۲۰۰۵ز کال د احصایې له مخې ۷۲ سلنه یې هندوان، ۱۲ سلنه یې مسلمانان، ۷ سلنه یې عیسویان، ۲ سلنه یې سیکان او پاتې ۷ سلنه په کې د نورو دینونو وگړي ژوند کوي.د اوسني هندوستان د خپلواکۍ لپاره تر ټولو ستره قرباني د سیمې مسلمانانو ورکړه او په ۱۹۴۷ ميلادي کال یې هندوستان له انگرېزي ښکېلاک آزاد او په یو خپلواک هېواد بدل کړ.د گاندي تر څنگ د مولانا ابوالکلام ازاد پراخې سیاسي هڅې وې، چې هندوستان ته یې د ژوند ساه ورکړه، خو د وخت په تېریدو د هندوستان په سیاست کې د ځایي مسلمانانو لازمه نه مداخله د دې لامل شوه، چې مسلمانان شاته کړای شي او په هندوستان کې د یو محکوم قشر په سترگه ورته وکتل شي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د واکمنۍ دور کې د نظامي محکمې او د وزيرانو شورا په پرېکړه د بودا د مجسمو په ړنگولو په هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو هڅې لا گړندۍ شوې او د بابري مسجد د شهید کولو پېښې هلته مېشت مسلمانان نور هم د محکومیت پر لور ټېل وهل، خو د مسلمانانو سوله یيزې او علمي مبارزې وکړای شول، چې خپلې دیني چارې په خپل موقف کې وساتي،همدا لامل و، چې کله مودي په گجرات ایالت کې والي و، نو د مسلمانانو په ځپلو کې یې په سیمه یيزو شخړو کې د هندوانو لاس محکم کړ.

مودي په مذهبي توگه تقریباً سخت دریځی هندو دی او د نورو هندوانو په څېر د مسلمانانو پر وړاندې له تشدده ډک گامونه اخلي. له کله چې مودي د هندوستان واگي په لاس کې اخیستې، نو د مسلمانانو پر وړاندې یې هڅه کړې، چې یو لړ نامشروع ګامونو ته بیا قانوني بڼه ورکړي. د مودي د لومړۍ دورې د کار په دویمه میاشت کې په هندوستان کې په لاسپېکرونو کې د مسلمانانو پر اذان بندیز هغه څه وو، چې د مسلمانانو د محکوم گرځولو هڅې په کې نغښتې وې. مودي له همغه وخته د مسلمانانو مخې ته د جبر دیوالونه درول پیل کړل او لا هم جریان لري.

هغه وخت چې اوسنی پاکستان او بنگله دېش له هندوستانه جلا کېدل، نو ستر لامل یې د ځينو هندي سیاستوالو لخوا د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د مذهبي کړکېچونو په اړه یو اړخیز قضاوت و، چې په پایله کې یې هندوستان دوه برخې شو او وروسته د پاکستان د ځینو ناکامو سیاستونو له امله پاکستان هم دوه برخې شو او بنگله دېش رامنځ ته شو.

د ۲۰۰۵ز کال د شمېرنې له مخې مسلمانان په هندوستان کې ۱۲ سلنه دي، چې د هندوستان لویه برخه تشکیلوي. که چېرې د هندوستان اوسنی لومړی وزير مودي د مسلمانانو پر وړاندې خپل نامشروع گامونه همداسې پرله پسې پورته کړي، نو لرې نده چې هلته مېشت مسلمانان به د هندوستان د حکومت پر وړاندې د خپلو روا حقونو د ترلاسه کولو لپاره ټوپک ته لاس کړي او هندوستان به د اوسني پرمختگ له پوړیو کورنۍ جگړې ته ور ټېل وهي.

د ایمن الظواهري لخوا په هندوستان کې د نوې جبهې اعلان ممکن د هندوستان په مسلمانانو کې یو وخت د را ویښېدو ساه پو کړي. که د هندوستان اوسنی حکومت په خپل سیاست کې دا باریکي درک نه کړي، نو خامخا به د خپلمنځي جگړې په دودونو کې ترې د پرمختگ لاره ورکه او د شاتگ په لور به په بیړه گامونه پورته کړي.

عرفان الله شرفزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button