مقالې او تبصرې

د هري،پمپيو او معتادينو يو په بل پسې اعترافونه!!

د اسلام سپېڅلي دين او كفر، د مسجد او كليسا، د دنگ منار او صليب او د يوې ځمكې پر سر د اسلامي او كفري دوو نړيو خونړۍ جگړه وه، خو په لومړيو كې چې يواځې له افغاني ټولنې سره زموږ په گران هېواد كې د كورنيو ډلو ټپلو د تمويل له لارې په مرموزه توګه تپل او ترسره كېده؛ له نيكه مرغه يې پر وړاندې اسلام، مسجد، منار او د افغاني ټولنې په بڼه اسلامي نړۍ بريمنه وه، ښايي اسلامي خلافتونو او تمدنونو ته پر كتو يې پر وړاندې مقابل اړخ د خپل تاريخ ترخې تجربې، خاطرې او د تش پر نوم مسلمانانو د كارونې ازمايلې لارې چارې هم لرلې، نو ځكه يې پتېيلې وه، چې كه يې روزلي او د مادياتو پر تمه تش پر نوم مسلمانان، كورني غداران او برباد جهاديان يې نيابتي جگړه پر مخ يوسي، ښايي بري ته پرې ورسېږي، خو دا حماقت يې د ناكامو تجربو او بايلنو تكرار و،چې د افغان ولس له ايمان، روحيې او جذبې سرشاره شازلميو يې د خپلو گوډاگيانو پر نيمگړو ايمانونو، تشو سرونو او مادي روحيې ډگرونه گټل، نو ځكه ونشوه او د بريمنې اسلامي ټولنې زغم يې هم را نشو وړای؛ نو كفر، كليسا، صليب او كفري نړۍ د يو قطبي دنيا په بڼه له افغاني ټولنې سره په مستقيم او لاس پر لستوڼي ښكېله شوه او بيا هم هماغو گوډاگيانو ته د مادياتو ور زياتولو او واك ته يې د رسولو پيليزې پر وړاندې كولو سره تر لنډې مودې چې له۷مياشتو تر يو كال زياته نه وه؛ په ښكاره بريا خپله كړه، خو څه چې بيا وروسته ورسره مخ شول او د څه پيلامه شوه؛ د افغان شازلمو له ايمان، جذبې او روحيې سرشاره بېلگې يې وړاندې كړې،چې حماقت ځپلو يې تر پايه اټكل لا نه و كړی. كه څه هم د خپل تاريخ له ترخو تجربو او خاطرو به يې څه ور زده کړي وي، خو بياهم يې په دغې لاس پر لستوڼي ښكېلتيا كې ځينې نوي تكتيكونه ځای كړي او هغه يې پر پرمختللي تخنيك درولې وه ،چې دوی پر خپل باور د هر ډول ترخو د تكرار مخنيوی باله، خو هغسې نه وه، بلكې په دې سره يې په موږ كې نوښت راوست، ترڅو په نور څه پسې دا ځل د همدې تكتيك او تخنيك ماتول هم يو چيلنج وگڼو او بېلابېلې پېچلې او ساده چارې يې ولټوو.

په هر حال د يو قطبي صليبي دنيا په دغه تخنيك كې چې پايلې يې زموږ په لاس كې دي؛ تر ډېره هڅه شوې،چې په هر ډول در بدرۍ وي، خو افغاني ټولنه يواځې له خپل اصالته واړول شي چې ټينګ ژمن مسلمانان دي او کلتور يې هم بشپړ اسلامي او انساني دی. د دې موخې لپاره د وگړو پر فكر او روان كار كولو او د هغوی د بشپړ تغيرولو اړتيا وه او لاره يې هم تبليغات او له حقيقته لرې گنگوسې وې. دلته دا پېژندل مهم دي،چې تبليغات يواځې په هغو مواردو كې نه وو را ټول شوي،چې په ژبه، خبرو، ليك، لوست او رسنيو پورې يې تړاو درلود، بلكې د ټولنيز او انفرادي ژوند هرې شېبې اړوند زياترې كړنې چې مرموزې او له حقيقته تشې را منځته او ښودل كېدې؛ هم تبليغاتي وې او يا كه به حقيقت هم وې؛ تبليغاتي گټه ترې اخيستل كېده او له لارې يې ډېرې فكري او رواني، ټولنيزې او انفرادي ويجاړۍ را منځته شوې. هغه مهال چې يې پر وړاندې پر يواځې تن ولاړ د ولس متعهد او ژمن قشر (مجاهدينو) ډېرې نارې ووهلې او د خپل ولس تر څنگ يې نړۍ هم په بيا بيا دې او ورته نورو ټكو ته متوجې كوله؛ ډېر لږ ورته غوږ نيول كېده او زياتره د صليبي يو قطبي دنيا تر همدې فكري گوزارونو او تبليغاتي پوښښونو لاندې راغلي وو ،چې د حقيقت لېدو-اورېدو سترگې-غوږونه يې نه لرل، خو د دښمن فكري گوزار او تبليغاتو ته يې د هغه پر تخنيك پر سترگو-غوږونو دوربينونه او غوږۍ لاهم درلودل. اوس نو پر هغو واقعيتونو او حقيقيتونو چې مجاهدينو يې تر ټولو غږ رسولی و؛ كه هري اعتراف كوي، كه يې پمپيو كوي، كه يې د كابل له سوخته پله را ټول كړل شوي معتادين كوي او كه يې د هغوی له ډلې د ځينو لوړ استعدادونه د حال پر ژبه وايي؛ ټول هغه حقايق او واقعيتونه دي،چې د مخنيوي لپاره يې د اسلامي امارت مجاهدينو بې سارې قربانۍ وركړې او ټول درانه ولس او نړۍ ته يې لوڅ ښودلي وو، له هغه پرته هېڅ نه دي او نه له يو قطبه صليبي اشغاله د بل څه تمه كېدای شي، نو اوس كه څومره د فتحې، آزادۍ، خپلواكۍ، اسلامي نظام او تر سختو بنديزونو لاندې لاهم د بې ساري پرمختگونو او لاسته راوړنو واقعيتونه او حقايق د وياړ او خوښۍ وړ دي؛ تر هغه لوړ بيا دغه ټكی چې پرې اعتراف شوی، سلگونه نور چې اعتراف پرې وشي يا ونه شي او د حال د ژبې اعترافونه ټكان ور كوونكي او بوږنوونكي دي چې ورته د بېوسۍ له اسوېليو او مظلومانه چيغو پرته هېڅ ځواب او غبرگون هم نه لرو، له تښتېدلو اشغالگرو يې د غچ اخيستلو چانس مو هم له لاسه وركړی او يواځې د ولس وېښولو او پوهاوي يواځنی فورمول لرو چې بيا يې ښكار نه شي.

دا د يو قطبې صليبي نړۍ د جگړې په سرو لمبو كې د فكري گوزارونو او تبليغاتي گنگوسو پايله ده، څه به ووايو د اوس مستقلې روانې فكري او تبليغاتي جگړې د پايلو په اړه چې تر بل هر وخت يې زور اخيستی، ټوله پاملرنه يې پرې متمركزه ده او پر دومره ژور او نه ليدونكي تكتيك او تخنيك پر مخ وړله كېږي،چې له ځينو يې دلته پر هېواد د ننه تر پوزه لاندې حقايق پټ كړي او د هغو سرچپه قناعت يې لا هم ور كړی دی، نو سر له اوسه ولس او حساس اهداف يې له بشپړ پوهاوي او قناعت سره ورته متوجې كول مهم دي، داسې نه سبا په ټولو هغو برخو كې چې اوس نړيوالې ټولنې، بسنټونه او سازمانونه د همكارۍ په پلمه ژمنې او فعاليت كوي؛ له پرمختگونو او پر ځان بسياينې وروسته بيا هم د هري، پمپيو او معتادينو په څېر يو په بل پسې اعترافونه رامنځته او حقايق را برسېره شي، خو پر وړاندې مو يې بيا پر توان هېڅ نه وي پوره.

محسن سعود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button