
اقتصاد
د هرات ښاروالۍ روان کال ۵۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي
د هرات ښاروالۍ مسئولين وايي، چې روان کال يې د کورونو او سوداګريزو سيمو د پاکولو محصولاتو، اعلاناتو، تالارونو، پارکونو او پارکينګ ځايونو او د ښار د ننوتلو دروازو د محصولاتو له درکه ۵۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د هرات ښاروالۍ مسئولين وايي، چې روان کال يې د کورونو او سوداګريزو سيمو د پاکولو محصولاتو، اعلاناتو، تالارونو، پارکونو او پارکينګ ځايونو او د ښار د ننوتلو دروازو د محصولاتو له درکه ۵۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي. د دغه ولايت ښاروال ويلي ،چې روان کال يې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې ۵۰ کوچنۍ پروژې بشپړې کړې دي. نوموړي دغه راز زياتوي ،چې سږ کال يې ۱۲۰ پروژې عملي کړې ،چې تر دې دمه يې د ۵۰ کوچنيو پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې پروژو چارې روانې دي.