
ټولنه او کلتور
د هرات په زلزلهځپلو کليو کې د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي
د هرات په زلزلهځپلو کليو کې د قربانيانو د ژغورنې او له خاورو د راايستلو پنځه ورځني عمليات پای ته رسېدلي دي. يو شمېر زيانمن شوي ،چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي، له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي ،چې سرپناه ورته جوړه کړي. په همدې حال، د قزاقستان مرستندويه ډله د وروستي ځل لپاره په ويجاړيو کې پلټنې کوي ، تر څو د زلزلې هېڅ يو قرباني تر خاورو لاندې پاتې نه وي.
د هرات په زلزلهځپلو کليو کې د قربانيانو د ژغورنې او له خاورو د راايستلو پنځه ورځني عمليات پای ته رسېدلي دي. يو شمېر زيانمن شوي ،چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي، له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي ،چې سرپناه ورته جوړه کړي. په همدې حال، د قزاقستان مرستندويه ډله د وروستي ځل لپاره په ويجاړيو کې پلټنې کوي ، تر څو د زلزلې هېڅ يو قرباني تر خاورو لاندې پاتې نه وي. د ژغورنې دعملياتو په پای ته رسېدو سره، د قزاقستان، ترکيې، ايران او چين په ګډون د ځينو هيوادونو او همداراز دمرستندويو بنسټونو له لوري په ويجاړو شويو کليو کې د مرستو لړۍ دوام لري. په ټولو زيانمنو کليو کې زلزله ځپلو ته خېمې، کمپلې او خوراکي توکي ويشل شوي دي خو د سيمې اوسېدونکي، د حکومت له لوري د دايمي سرپناه د جوړېدو غوښتنه کوي.