ټولنه او کلتور

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو کمپاينونه

په خوست ولايت کې د يو شمېر ځوانانو له لوري د ((وطن مو يو دی)) تر شعار لاندې د هرات او بادغيس د زلزله ځپلو د لاسنيوي په هدف د مرستو ټولولو درې ورځني کمپاين پيل شو.

په خوست ولايت کې د يو شمېر ځوانانو له لوري د ((وطن مو يو دی)) تر شعار لاندې د هرات او بادغيس د زلزله ځپلو د لاسنيوي په هدف د مرستو ټولولو درې ورځني کمپاين پيل شو.د دغو ځوانانو له ډلې يو تن نقيب الله ځلاند وويل، د هرات او بادغيس ولايتونو د وړمې ورځې زلزلې د قربانيانو لپاره د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې مرستې راټولوي، څو په دغو سختو شېبو کې ترې ګټه واخلي.ځلاند وويل: په کار ده چې د افغانستان ټول وګړي په ګډه د زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولې او تر دوی يې ور ورسوي: (( وړمه ورځ د افغانستان د هرات او بادغيس ولايتونو کې زلزله وشوه، چې زموږ ډېر شمېر وروڼه، خويندې او کوچني ماشومان د زلزلې قرباني شول، نو په همدې اساس خوستي ولسونه نن ورځ راپورته شول د خوست په مرکزي چوک يې خيمه ولګوله، تر درېو ورځو به جريان ولري او دغه پيسې به راټولې کړي او قربانيانو ته به يې ورسوي.))د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي: افغانستان د ټولو ګډ کور دی، نو په کار ده چې هر څوک د هرات او بادغيس ولايتونو له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.محمد خان وايي: د وړمې ورځې زلزله ځپلي زموږ د ټولو وروڼه دي او له ټولو هيوادوالو غواړي چې په بېلابېلو برخو کې همکاري ورسره وکړي:((د هرات او بادغيس ولايتونو اوسيدونکي زلزلې ځپلي دي، دا زموږ او تاسې وروڼه دي هرڅومره کومک مو چې له لاسه کېږي هغه ورسره وکړئ، دا زموږ ستاسو وروڼه دي د افغانستان خلک دي او کومک ورسره وکړئ.))د خوست يو بل اوسيدونکي محمد هاشم هاشمي وايي، د مرستو ټولولو دغه لړۍ په سختو حالاتو کې له خپلو وګړو سره غوره ګام دی او زياتوي ،چې خوستيو ځوانانو هر وخت په دا ډول بېړنيو حلاتو کې د خپلو هېوادوالو ملاتړ کړي دي:((په خوست ښار کې نن ورځ د زلزله ځپلو لپاره د عمومي چندې راټولولو کمپاين شروع شوي دي، د يو افغان تر عنوان لاندې به د افغانستان په هر ګوټ کې د مسلمانانو او افغانانو په کار ورځي، په خوست کې چې کومو ملګرو دا کار شروع کړي په واقعي مانا يې ستايم او ملګري يې يم.» د هرات او بادغېس ولايتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې په نوم  د دې کمپاين چلوونکي وايي، د دغه کار هدف يوازې په خوست کې مرسته راټولول نه، بلکې په هېواد او بهر کې مېشتو افغانانو ته د دې پېښې له قربانيانو سره د لاسنوي پيغام رسول هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button