
د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې درې نيم ميليونه يورو مرسته اعلان کړه
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خونديتوب او بشري مرستو رياست د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د ۵ ، ۳ درې اعشاريه پنځه ميليونه يورو مرستې اعلان وکړ.
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خونديتوب او بشري مرستو رياست د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د ۵ ، ۳ درې اعشاريه پنځه ميليونه يورو مرستې اعلان وکړ.اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغې مرستې ۵ ، ۲ دوه اعشاريه پنځه ميليونه يورو به اوس د هغو شريکانو لپاره ولګول شي، چې په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې عمليات ترسره کوي.دغې اتحاديې ويلي چې په دوبۍ کې يې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د يو ميليون يورو په ارزښت د سرپناه، ژمنۍ خيمې، د حفظ الصحې توکي او نور توکي ځانګړي کړي چې په نوې الوتکه کې به افغانستان ته وليږدول شي. د ملکي وګړو د خونديتوب او بشري مرستو لپاره د اروپايي ټولنې دفتر ويلي چې پر دې سربېره به اروپايي ټولنه په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره ۸۹ ميليونه يورو مرسته وکړي.په اروپايي ټولنه کې د ملکي وګړو د خونديتوب او بشري مرستو د څانګې عمومي رئيس ماسيج پوپوفسکي هم اعلان کړی، چې په هرات کې يې د ((زلزلې)) له امله زيانمنو شويو سيمو څخه ليدنه کړې ده. ده ليکلي ، چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د خپلو شريکانو له لارې د هرات زلزله ځپلو خلکو ته د سرپناه، خوراکي توکو او درملو په برابرولو ولګول شي.په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته يو شمېر هيوادونو اعلان وکړ، چې له زلزله ځپلو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.بايد يادونه وشي ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په زلزله ځپلو سيمو کې بشري اړتياوې ((ډېرې لوړې)) بللي دي.