مقالې او تبصرې

د هرات غميزه او زموږ مسؤليت!

که څه هم تر اوسه د هرات زلزلې دقيق تلفات نه دي معلوم، خو داسې برېښي، چې تلفات خورا زيات وي، ځکه ويل کېږي پنځلس کلي په بشپړه توګه نړېدلي او په هر کلي کې ډېر لږ خلک ژوندي پاتې دي.

که څه هم تر اوسه د هرات زلزلې دقيق تلفات نه دي معلوم، خو داسې برېښي، چې تلفات خورا زيات وي، ځکه ويل کېږي پنځلس کلي په بشپړه توګه نړېدلي او په هر کلي کې ډېر لږ خلک ژوندي پاتې دي.

له بده مرغه موږ دومره غافل يو، چې تر اوسه يوې رسنۍ هم د پېښې له ځایه دقيق معلومات رسنيز نه کړل، حال دا چې په سلګونو داخلي او بهرني رسنۍ دلته فعاليت کوي. حکومت هم په دې هکله ډېر زيات غفلت وکړ، پرون سهار زلزله شوې او تر اوسه موږ دقيق معومات نه لرو.

زموږ مسؤليت دا دی، چې دقيق معلومات تر لاسه او تر نړيوالو يې ورسوو. تر هغو چې موږ دقيق معلومات نشر نه کړو او خلک خبر نه شي، له زلزه ځپلو سره هېڅ ډول مرسته امکان نه لري.

نو حکومت ته په کار ده، چې د دغې غميزې دقيق او مفصل معلومات تر لاسه او نشر کړي، رسنۍ دې راوغواړي او د يو کنفرانس له لارې دې پر نړيوالو غږ وکړي، چې مرستې ته را وړاندې شي.

که ممکنه وي، د اسلامي همکاريو سازمان او نورو اسلامي ټولنو استازي دې را وغواړي، چې خپله د پېښې ځای ته ورشي او هر څه په خپلو سترګو وويني،نو له دې لارې به ټول امت او اسلامي هيوادونو ته زموږ اواز ورسېږي، تر څو د هرات د مظلوم ولس لاسنيوی وکړي.

هر کار يو کمپاين غواړي، که موږ خپله غميزه تر نړۍ ورسوله، نو حتماً به يو څه مرسته تر لاسه کړو، خو که همداسې غافله پاتې شو، نو دومره مخلص خلک نشته، چې په خپله راشي، زموږ حال وګوري او بيا يې نړۍ ته ورسوي او مرستې وکړي،بلکې دا خپله زموږ مسؤليت دی، چې خپل حال تر نړيوالو ورسوو.

کله چې په ۲۰۰۵ م کال په کشمير کې زلزله وشوه، پاکستان دومره رسنيزه کړه، چې حتی له اوښتي زيان څخه يې زياته مرسته راجلب کړه. دغه راز، څو مياشتې وړاندې چې په ترکيه او سوريه کې زلزله وشوه، هغوی هم ښه پوښښ ورکړ، مرستې يې جلب کړې او تر يوې اندازې د بې وسه زلزله ځپلو لاس نيوی وشو. حال دا چې ترکيه خپله هم پياوړی اقتصاد لري او د خپلو زلزله ځپلو مرسته يې خپله هم کولای شوه.

مګر پروسږکال چې په پکتيکا کې زلزله وشوه، موږ هېڅ پوښښ ورنه کړ، نو زلزله ځپلي هېوادوال مو تر اوسه لالهانده ګرځي. نه ورته کافي او مناسب کورونه جوړ شول، نه د خوراکي توکو سمې مرستې ورسره وشوې او نه کاروبار ورته برابر شو.

اړينه بولم چې دغه غفلت نور تکرار نه شي، زموږ خپل اقتصاد هم ضعيف دی، له بنديزونو لاندې يو، نه شو کولای،چې ټولو زلزله ځپلو سره کافي مرستې وکړو، نو بايد چې نړيوالو ته خپل غږ ورسوو او له هرې ممکنه لارې يو څه مرستې راجلب کړو.

د هرات زلزله ځپلی ولس ډېرو زياتو مرستو ته اړتيا لري، يو څو ډبيه خواړه د هغوی ستونزه نه شي حل کولای، هلته تر هر څه لومړی د سيارو روغتيايي ټيمونو اړتيا ده، تر څو د زخميانو تداوي وشي، دغه راز هغوی ته بايد د کافي خوراکي موادو تر څنګ، په عاجله توګه سرپناوې برابرې کړو او د راتلونکې لپاره بايد مناسب کورونه ورته جوړ
شي.

په هر صورت؛ يوازې پرديو مرستو ته هم بايد منتظر نه شو، خپله افغانان هم دومره څه لري، چې د خپلو هراتي وروڼو اوښکې ورپاکې او يو څه مرسته يې وکړي. يوازې انسجام ته اړتيا ده. انسجام داسې کېدای شي، چې په هر ولايت کې د اثر او رسوخ خلک، قومي مخور او دولتي چارواکي را وړاندې شي او له هراتي زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره يو شفاف سيستم رامنځ ته کړي، صندقونه کېږدي او خلک مرستې ته راوبولي، له دې لارې موږ ډېر ژر او په ډېره اسانۍ کولای شو، چې تر هر چا ړومبي خپلو وروڼو ته مرسته ورسوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button