
د غوريانو د وسپنې کان د استخراج چارې پيل شوې
د کانونو او پټروليم سرپرست وزير له لوري د هرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې د ۵ ميليارده او ۵۷۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسپنې کان د څلورو بلاکونو د استخراج چارې پيل شوې.
د کانونو او پټروليم سرپرست وزير له لوري د هرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې د ۵ ميليارده او ۵۷۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د وسپنې کان د څلورو بلاکونو د استخراج چارې پيل شوې. نوموړي ويلي، د وسپنې دغې سترې پروژې قرارداد چې په څلورو بلاکونو وېشل شوي يو شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوي ،چې د استخراج او پروسس ټولې چارې به يې د هېواد په داخل کې ترسره کېږي. د ده په خبره دغه شرکتونه به څه باندې ۵۰۰ زره ميليونه ډالره پانګونه کوي. د کانونو او پټروليم سرپرست وزير وويل، چې دا شرکتونه به د سيمي دخلکو لپاره ټولنيز خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه به د کانونو د استخراج او پروسس برخه کې د سيمې خلکو ته د کار لومړيتوب ورکوي. د چارواکو په خبره ، د دې پروژې پرانيستل کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.