د هراتيانو لاسنیوی؛ زموږ مشترکه دنده!
هرات ولايت کې وړمه ورځ زورورې زلزلې ډېر ځاني او مالي زیانونه تر شا پرېښودل او ويل کېږي ،چې پنځلس کلي په بشپړه توګه نړېدلي او زرګونو کسانو ته ځاني تلفات اوښتي،خو له بده مرغه په کور دننه او بهرنيو رسنيو کې دغې بوږنوونکې پېښې ته ډېر پوښښ ورنه کړای شو، حال دا چې په سلګونو داخلي او خارجي رسنۍ دلته فعاليت کوي.د دغو بې چاره وګړو په وړاندې موږ ټول ګډ مسئوليت لرو، لومړی دا چې دقيق معلومات تر لاسه او تر نړيوالو يې ورسوو. ځکه تر څو چې موږ دقيق معلومات نشر نه کړو او خلک خبر نشي، له زلزله ځپلو سره هېڅ ډول مرسته امکان نه لري.

اسلامي امارت دې د يو کنفرانس له لارې له نړيوالو سازمانونو او بسپنه ورکوونکو هيوادونو څخه مرسته وغواړي.
که ممکنه وي، د اسلامي همکاريو د سازمان او نورو اسلامي ټولنو استازي دې راوغواړي، چې خپله د پېښې ځای ته ورشي او هر څه په خپلو سترګو وويني، نو له دې لارې به ټول امت او اسلامي هيوادونو ته زموږ آواز ورسېږي، تر څو د هرات د مظلوم ولس لاسنيوی وکړي.
هر کار يو کمپاين غواړي، که موږ خپله غميزه تر نړۍ ورسوله، نو حتماً به يو څه مرسته تر لاسه کړو، خو که همداسې غافل پاتې شو، نو دومره مخلص خلک نشته، چې په خپله راشي، زموږ حال وګوري ، بيا يې نړۍ ته ورسوي او مرستې وکړي. بلکې دا خپله زموږ مسئوليت دی، چې خپل حال تر نړيوالو ورسوو.
کله چې په ۲۰۰۵ م کال په کشمير کې زلزله وشوه، پاکستان دومره رسنيزه کړه، چې حتی له اوښتي زيان څخه يې زياته مرسته ورجلب کړه. دغه راز، څو مياشتې وړاندې چې په ترکيه او سوريه کې زلزله وشوه، هغوی هم ښه پوښښ ورکړ، مرستې يې جلب کړې او تر يوې اندازې د بې وسه زلزله ځپلو لاسنيوی وشو. حال دا چې ترکيه خپله هم پياوړی اقتصاد لري او د خپلو زلزله ځپلو مرسته يې خپله هم کولای شوای،مګر پروسږکال چې په پکتيکا کې زلزله وشوه، موږ هېڅ ښه پوښښ ورنه کړ، نو زلزله ځپلي هيوادوال مو تر اوسه لالهانده ګرځي. نه ورته کافي او مناسب کورونه جوړ شول، نه د خوراکي توکو سمې مرستې ورسره وشوې او نه کاروبار ورته برابر ش،.نو دغه غفلت بايد تکرار نه شي، زموږ خپل اقتصاد هم ضعيف دی، تربنديزونو لاندې يو، نه شو کولای چې له ټولو زلزله ځپلو سره کافي مرستې وکړو، نو بايد چې نړيوالو ته خپل غږ ورسوو او له هرې ممکنې لارې يو څه مرستې راجلب کړو.
د هرات زلزله ځپلی ولس ډېرو زياتو مرستو ته اړتيا لري، يو څو ډبيه خواړه د هغوی ستونزه نه شي حل کولای، هلته له هر څه لومړی د سيارو روغتيايي ټيمونو اړتيا ده، تر څو د زخميانو تداوي وشي، دغه راز هغوی ته بايد د کافي خوراکي موادو تر څنګ، په عاجله توګه سرپناوې برابرې کړو او د آينده لپاره بايد مناسب کورونه ورته جوړ شي.
په هر صورت؛ يوازې پرديو مرستو ته هم بايد منتظر نه شو، خپله افغانان هم دومره څه لري، چې د خپلو هراتي وروڼو اوښکې ورپاکې او يو څه مرسته يې وکړي. فقط انسجام ته اړتيا ده. انسجام داسې کېدای شي، چې په هر ولايت کې د اثر او رسوخ خلک، قومي مخور او دولتي چارواکي را وړاندې شي او له هراتي زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره يو شفاف سيستم رامنځ ته کړي، صندقونه کېږدي او خلک مرستې ته راوبولي، له دې لارې موږ ډېر ژر او په ډېره اسانۍ کولای شو، چې له هر چا لومړی خپلو وروڼو ته مرسته ورسوو.