ګزارش

د نیالګیو اېښودلو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

مولوي کبیر: د نیالګیو کېنولو ترڅنګ د هغو ساتنه هم مهمه ده

د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین چې په ګرمو سیمو کې لا له وړاندې شروع شوی و، خو په نسبتا سړو سیمو کې پرون پیل شو؛ چې په همدې اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کابل په زړه د بادام باغ په ازاده فضا کې غونډه نیولې وه، چې د مختلفو وزارتونو له مسوولانو سربېره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ګډون کړی و.

یاده غونډه کې مولوي عبدالکبیر د نیالګیو کېنولو ترڅنګ د هغوی ساتنه هم مهمه وبلله او ویې ویلې کوم نیالګي چې سږکال کېنول کېږي، باید وخت په وخت ترې ساتنه وشي، تر څو چې ثمرې ته ورسېږي. هغه ستر او صنعتي هېوادونه تورن کړل، چې د خپلو کارونو له وجې یې د افغانستان او کوچنیو متضرر هېوادنو اقلیم خراب کړی دی. دهٔ د اوبو د منظم سیستم د نشتون له امله اوبه کمښت یادونه وکړه، چې د هوا او اوبو د کمښت په اړه یې داسې و ویلې: په افغانستان کې لسیزو جګړو او اشغالونو تودوخه او د هوا ککړتیا نوره هم زیاته کړې ده؛ د لرګیو قاچاق کوونکو زمونږ ځنګلونه او شنې سیمې راخرابې کړې دي؛ همدارنګه د افغانستان اوبیزو سرچینو خصوصاً له زېرزمیني اوبو سره ناوړه چلند شوی دی، هر چا په هر ځای کې په خپله خوښه ژورې ساګانې کېندلي او پرته له دې چې د اوبو زیانونو ته وګوري، اوبه مصرفوي. خو نوموړی د دې ستونزو ترڅنګ د اوبو د مهارولو خبرې هم کوي، دی وایي چې په ټولو ولسوالیو کې د بندونو د سروې او ظرفیت ارزول شوی دی او په ټولو ولسوالیو کې به د اوبو د مهار او وچکالۍ کابو کولو لپاره به بندونه جوړ شي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر عطاالله عمري بیا و ویلې، چې نن مونږه د دې یادونې لپاره سره راټول شوي یو، چې نیالګي کېنوو او خپله ژوند، هوا او اقتصاد جوړ کړو. عمري و ویل چې زمونږ کرهڼه تقریبا په پخواني سیستم مخته ځي، چې دې برخه کې مونږ هڅه کوو چې دا سنتي بڼه په عصري بڼه باندې واړو. نوموړي دا هم و ویلې، چې مونږه د غنمو په برخه کې په سلګونه زره مټریک ټنو اصلاح شوي تخمونه ته اړتیا لرو، خو مونږه په نږدې درې کالو کې فقط ۴۰/۵۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلې دي.

دهٔ په دې وروستیو کې د اورښتونو له امله د مالدارانو سره د مرستې په اړه و ویلې، چې رئیس الوزراع سره تقریباً په یوه ساعت کې دې پایلې ته ورسېدلو چې دغو زیانمنو سره یې همغه مهال ۵۰میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړله، تر دغو زیانمن شوو مالدارانو سره مرستې وشي او له تلفاتو وژغورل شي.

ښاغلي وزیر له هېوادوالو د نیاګیو کېنولو او بهرنیو هیوادونو څخه د مرستې کولو غوښتنه هم وکړله.

د همدې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني بیا وایي چې زمونږ مقصد د هېواد په ټولو سیمېو او کلیو کې نیالګي کېنول دي، ځکه چې نیالګې له یوې خوا هوا پاکوي او له بلې خوا د اکسېجن په تولید، چاپېریال ساتنې او هغه حوادث چې زمونږه هېواد ورسره مخامخ دی ګټور واقع کېدلی شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان سږکال له وچکالۍ سره مخ بلل شوی دی او د اوبو او انرژۍ وزارت هم په روان کال کې د همدې ستونزې د حل او د اوبو مهارولو لپاره په سلګونه چیکډېمونه جوړ کړي دي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button