
د نړيوالو بشري مرستو فعالیتونه دې په کلکه وڅارل شي !
د افغانستان د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر تېره ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې زموږ هېواد کې د بشري مرستو اتیا سلنه برخه بېرته خپله د یادو ادارو د نړیوالو او محلي کارکونکو او شریکانو له خوا مصرف او خوړل کېږي او یوازې شل سلنه یې ښايي تر بې وزلو رسېدلې وي- کېدای شي ډېری خلک د یاد وزیر دا څرګندونې مبالغه وګڼي،خو بل لورته هغه اشخاص چې د نوموړو ادارو له بې ځایه لګښتونو څه ناڅه معلومات لري، په کلکه باوري دي چې د ښاغلي وزیر صاحب خبره کاملاً حقه او رښتیا ده، ځکه دوی پوهېږي چې د افغانستان تېرو څلورو لسیزو په بحران کې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د بدې ورځې په حواله څومره نارې سورې پورته شوې، څومره بسپنې راغونډې شوې او دلته یې عوامو ته د روزګار موندنې او بې وزلۍ په مخنیوي کې څومره اغېز پرځای پاتې دي- په تېره بیا د بهرني اشغال له خاتمې وروسته تېرو دوو کلونو کې چې زموږ د فقر او لوږې په اړه څومره تبلیغات وشول او نتیجه کې یې د ځینو جهتونو له خوا د څومره میلیاردو ډالرو وعدې او اعلانونه وشول، نو په یو سرسري حساب هم یو سړی فکر کولی شي چې ښايي د افغانانو فرد فرد ته لږ تر لږه لسګونه ذره ډالر رسېدلي وي! مګر حقیقت هېڅکله داسې نه دی، موږ وينو چې دلته د بې وزلو خلکو ډېر کم شمېر ته ښايي په ټول کال کې د يوې کورنۍ په سر دوه بورۍ اوړه رسېدلي وي او بس- نو پوښتنه داده چې نورې پیسې په کومه لاړې؟ ځواب روښانه دی او هغه دا چې لومړی خو د ملګرو ملتونو د مرکزي ادارو جوړښت او تشکیلات د خورا زیات درانه لګښت پرتګلاره روان دي- په دې معنا چې لومړی خو د رسمي کارکوونکو معاشات، اداري مصارف او سفري اړتیاوې سمه نیمه پانګه وړي، دویم پړاو کې له یو بانک نه بل او له بل نه بل ته د پیسو لېږد یو بل جلا د روند مصرف دی چې کېدای شي یادې پیسې نورې هم راکمې کړي- دغه راز بیا کله چې پاتې پیسې دلته راورسېږي او مسئولین یې راولګېږي په هر ښار کې له ټولو غوره او لوکسه بنګله د خپل دفتر لپاره په کرایه نیسي، بازار کې تر اړتیا زیات ګران بیه موټر رانیسي، بیا خلکو کې پلټنه کوي چې د کوم پخواني افغان کمونیست او لیبرالیست اولاد په لاس ورشي او په ښه لوړ معاش یې د خپل مامور په توګه ونازوي او بیا داخل او خارج ته د دوی سفرونه شي، نو طبیعي ده چې د هېواد یو ناخبره عام بې وزله وګړي ته به خامخا شل سلنه ایله که پاتې وي- په هر صورت حقیقت دادی چې د بشری مرستو په نامه بسپنې هېڅکله موږ نه له بېوزلۍ خلاصوي او نه مو کوم بله نیمګړتیا سمولی او رغولی شي- بلکې پرته له شکه دا هم ویلی شو چې که یاد فعالیتونه سم ونه څارل شي او د هېواد په ګټه یوه مناسبه لایحه ورته جوړه نه شي نو تر ډېره بریده د هېواد او خلکو په لوی زیان هم تمامېدای شي- د مثال په ډول اول سرکې خو زیاتره یهودي او صلیبي ټولنې د مسلمانانو د بدې ورځې او پرېشانۍ په عنوانولو غواړي چې اسلام د بشریت لپاره د بې وزلۍ او بد مرغۍ د یو لامل په توګه معرفي او په همدې وسیله په لوېدیځ کې د اسلام د خپراوي مخه ونیسي- په دویمه مرحله کې غواړي مطلوب ولس په تیاره او وړیا ډوډۍ روږدی او په دې توګه یې د تل لپاره له خپلو اقتصادي فعالیتونو، خواري او محنت نه غافل او همېشه د اغیارو غلام کړي- او دریم مقصد یې ښايي دا هم وي چې زموږ هېواد کې د افغانانو خپله ملي واکمني وننګوي، بې اعتباره یې کړي او خلکو ته وښيي چې ډوډۍ يوازې د پرنګي په دسترخان موندلی شي- خدای دې وکړي چې زموږ مسؤل چارواکي ټولو یادو ستونزو ته متوجه وي او د زیانونو کمولو لپاره یې په مناسبه او حکیمانه تګلاره غور وکړي.