
د نيشه يي توکو د مخنيوي له پاره عملي ګامونه
څرګنده ده چې په هېواد کې د شل کلنې اشغالګرې جګړې په بهير کې د وخت واکمنانو دنړيوالو څخه د نيشه يی توکو د مخنيوي په پلمه او ډول ډول پروژو د لګښت له پاره مرستې ترلاسه کولې چې له امله يې له همدې درکه يوشمېر په فساد ککړو چارواکو په پوره پيمانه پيسې ترلاسه کړې چې دا مهال د ناوړه ترلاسه شوې پانګونې په هکله ډله ييزې رسنۍ خپرونې کوي او دهرې ورځې په تېرېدو سره يې دفساد لارې چارې را سپړل کېږي. ترڅو هېوادوال په فساد د ککړو واکمنان څېرې وپېژني.
څرګنده ده چې په هېواد کې د شل کلنې اشغالګرې جګړې په بهير کې د وخت واکمنانو دنړيوالو څخه د نيشه يی توکو د مخنيوي په پلمه او ډول ډول پروژو د لګښت له پاره مرستې ترلاسه کولې چې له امله يې له همدې درکه يوشمېر په فساد ککړو چارواکو په پوره پيمانه پيسې ترلاسه کړې چې دا مهال د ناوړه ترلاسه شوې پانګونې په هکله ډله ييزې رسنۍ خپرونې کوي او دهرې ورځې په تېرېدو سره يې دفساد لارې چارې را سپړل کېږي. ترڅو هېوادوال په فساد د ککړو واکمنان څېرې وپېژني.
اسلامي امارت ته چې د ډېرو ناوړه ستونزو ترڅنګ په نيشه يي توکو د روږدو کسانو ستونزه را پاتې ده هڅه کوي چې دنړيوالو د اقتصادي بنديزونو سره سره دغه دروند پېټی هم ترمنزله ورسوي او دهېوادوالو له پاره دهميشنۍ هوساينې او روغتيايي چارې سمبال کړي.
همدا اوس په ټول هېواد کې دنيشه يي توکو د کرکيلې دبنديدو هڅې روانې دي او هغه کسان چې په نيشه يې توکو روږدي دي په ټول هېواد کې يې د راټولېدو بهير له مخکې پيل شوی او په پوره شمېرنه روږدي کسان د درملنې له پاره ټاکلو ځايونو ته راټول کړی شوي چې د درملنې چارې يې په مناسبه توګه روانې دي.
نړيوال بايد وه پوهېږي چې اسلامي امارت دهېوادوالو دهوساينې له پاره عملي ګامونه پورته کوي ښه به وي چې په ځينو نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت په لاس ته راوړنو ځانونه نانګاره نه کړي او د واقعيتونو په پام کې نيولو سره خپلې څرګندونې او وړاندوينې را برسېره کړي په ځينو ترسره شويو غونډو کې په افغانستان کې د نيشه يې توکو دکرکيلې دله منځه وړو په هکله له انصافه لرې څرګندونې کېږي ځکه د اسلامي امارت د امير المومنين دفرمان په اساس په ټول هېواد کې دنيشه يې توکو کرکيلې صفر ته رسېدلې او هېڅ کروندګر نه شي کولي دنيشه يې توګو کرکيلې ته دوام ورکړي. هغه نړيوال سازمانونه چې په دې برخه يې د تېر ړنګ شوي حکومت سره مرسته کوله بايد دبې پرې ارزيابۍ له مخې د اسلامي امارت او جمهوريت دواکمنانو کړنې سره پرتله کړي، هغوی چې اسلامي امارت ته د درې نيم ميليونو څخه تر څلور نيمو ميليونو روږدي کسان پرځای پرېښي چې دامهال يې اسلامي امارت په را ټولېدو او درملنه بوخت دي.
دغه راز اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت د نيشه یي توکو په وړاندید مبارزی معيینيت وايی چې تردې دمه توانېدلي په هېواد کې د ۴ زره هکتاره مځکې په شاوخوا کې په نيشه يې توکو کرل شوې ځمکه پاکه کړي دکابل د امنيه قومانداني دوينا له مخې د اسلامي امارت واک ته درسېدو را وروسته يوازې په پلازمېنه کې شاوخوا زر تنه دنيشه يي توکو قاچاقبران او پلورونکي نيول شوي او دقانون منګولو ته سپارل شوي دي. داپه داسې حال کې ده چې پراسلامي امارت پلمه ييز بنديزونه دوام لري هڅه کېږي چې د اسلامي امارت له پاره د اقتصادي ستونزو د زياتوالي له پاره لارې چارې ولټوي چې دټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف کار ګڼل کېږي ځکه اسلامي امارت ديوه ژمن او متحد نظام په توګه دامهال دنړيوالو غوښتنو ته مثبت ځواب وېيلي اوپه ټول هېواد کې يې دنيشه يي توکو کرکيله بنده کړي ده.
دالومړی ځل نه دی چې اسلامي امارت دنيشه يې توکو خلاف مبارزه کې عملي ګامونه پورته کوي، بلکي اسلامي امارت په لومړي ځل دواکمنۍ پرمهال په يوه فرمان سره په ټول هېواد کې دنيشه يې توکو کرکيله بنده کړې وه اوس هم دخپلو اسلامي اصولو له مخې يې دنيشه يې توکو په کرکيله بنديز لګولی هېڅوک نه شي کولی چې ددې زهر جن بوټي دکرکيلي څخه ناوړه ګټه ترلاسه کړي. همدا دنيشه يي توکو کرکيله وه چې دتېر ړنګ شوي حکومت واکمنانو پرې ځان نانګاره کړي وو او چارواکو يې دپلورلو په قاچاق کې لاس درلود. دهمدغو واکمنانو په واکمنۍ کې دنيشه يې توکو پلورل دومره عام شوي وو چې دهېواد په ميليونو ځوانان يې ورباندې روږدي کړل چې له دي امله يې ستونزې او د روږدو کورنيو اندېښنې اسلامي امارت ته راپاتې شوې. اسلامي امارت د عملي ګامونو په پورته کېدو سره هڅه کوي چې له دې وروسته دهېواد يو وګړی هم په نيشه يې توکو روږدی نه شي او هېواد د دې ناوړه زهر جنو توکو څخه دتل له پاره خلاصون ومومي.