اقتصادروغتیا

د نوي کابل ښار په پروژه کې یو معیاري طبي کمپلکس جوړېږي

د کور او ښار جوړونې وزارت د کابل د نوي ښار په پروژه کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د یو معیاري طبي کمپلکس له جوړولو خبر ورکوي.

د کور او ښار جوړونې وزارت د کابل د نوي ښار په پروژه کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د یو معیاري طبي کمپلکس له جوړولو خبر ورکوي.
د یاد وزارت په وینا، دغه طبي کمپلکس به د نوي کابل ښار د پروژې د لومړي فاز په داسې سیمه کې جوړ شي، چې د ښار له ګڼې ګوڼې لرې وي او د کابل ټول ښاریانو لاسرسی ورته اسانه وي.

د نوي کابل ښار د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري په ۲۶مه نيټه د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې، چې په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پيل مراسمو کې ویلي وو: «د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړې‌کېدونکې هڅې کوي چې د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده.»

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د نوي کابل ښار ماسټر پلان په ۱۳۸۷ کال کې د هېواد د داخلي متخصصینو او د جاپان هېواد په مالي او تخنیکي همکارۍ د تطبیق لپاره نهایي شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په نوي کابل ښار کې ده سبز ولسوالۍ بشپړه او د شکردرې، استالف، قره‌باغ، کلکان او بگرام ولسوالیو یو شمېر سیمې شاملېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button