
د نوي کابل ښار د عملي چاروپه اړه بحث وشو
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد، د کابل د جنایي څېړنو رئیس او مل پلاوي سره ولیدل.د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني چارو، مسکن او زونونو د پراختیا مرستیال مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت ځینو رئیسانو هم په دغه کتنه کې ګډون درلود.په دغه کتنه کې د (نوي کابل) ښار د عملي چارو پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو او حل لارو په اړه خبرې وشوې او په دې بحث وشو، چې څنګه کېدای شي د نوي کابل ښار رغنیزې چارې ګړندۍ شي او پر وړاندې یې شته خنډونه له منځه یوړل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د (نوي کابل) ښار پروژه یوه ستره ملي پروژه یاده کړه، چې په وینا یې ټولې چارې یې باید د پلان مطابق پر مخ یوړل شي او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې د پلان خلاف او د پلان د پلې کېدا مخنیوی وکړي.