سرلیکنې

د نوي نسل روزنه او مشترک هدف!

د الله تعالی د قانون له مخې، ځمکه او پرې ودان انسانان په مختلفو وختونو کې د بېلابېلو خلکو تر حاکميت لاندې راځي.موږ د مسلمان ملت په توګه دا مسئوليت لرو، چې پر ځمکه شرعي نظام تطبيق کړو او د الله تعالی بنده ګانو ته د خپل رب جل جلاله له لوري د رالېږل شوي نظام په رڼا کې عدالت تأمين کړو.

د الله تعالی د قانون له مخې، ځمکه او پرې ودان انسانان په مختلفو وختونو کې د بېلابېلو خلکو تر حاکميت لاندې راځي.موږ د مسلمان ملت په توګه دا مسئوليت لرو، چې پر ځمکه شرعي نظام تطبيق کړو او د الله تعالی بنده ګانو ته د خپل رب جل جلاله له لوري د رالېږل شوي نظام په رڼا کې عدالت تأمين کړو.

دغې موخې ته د رسېدو لپاره په اسلامي تاريخ کې ډېرو خلکو په بېلابېلو بڼو خورا ‌ډېرې هڅې کړي دي او نن چې د اسلامي نړۍ په نامه کومه جغرافیه لرو، د همدغو اتلانو د سرښندنو او کوښښونو پايله ده.

اوس چې زموږ پر ګران هيواد افغانستان اسلامي نظام حاکم دی، خو د دې لپاره چې اسلامي نظام د تل لپاره حاکم پاتې شي او پراختيا ومومي، بايد پر دوو اساسي برخو ډېر تمرکز وشي:

لومړی: د عدالت تأمين؛ هېڅ نظام د عدالت د ستر اصل له رعايته پرته دوام نشي موندلی، الحمدلله د اسلامي امارت په حاکمیت کې عدالت تأمين دی، خو بايد لا ډېره پاملرنه ورته وشي او پراختيا ورکړل شي.

دوهم: د نوي نسل سالمې روزنې ته پاملرنه؛ دا خو معلومه ده، چې اوسني مشران څه موده وروسته يا خو له خدايي قانون سره سم په خپل طبيعي مرګ مړه کېږي او يا به د ډېر عمر له امله کار نه شي کولای، په دغه وخت کې به خامخا نويو څېرو ته اړتيا وي، چې د نظام واګي په لاس کې واخلي.

که موږ اوس د خپلو ځای ناستو په هکله ښه تصميم ونيسو، د هغوی سالمې روزنې  ته ډېره پاملرنه وکړو او پر اسلامي فکر سربېره هغوی ته د پرمختللو مسلکي مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړو؛ نو معلومه ده، چې اسلامي نظام به دوام او پراختيا پيدا کړي او موږ به له ځانه وروسته يو ښه روزل شوي نسل ته چارې پريښې وي.

خو که خدای مه کړه موږ دغې مهمې برخې ته سر له اوسه پاملرنه ونه کړو او غافل پاتې شو، معلومه ده، چې څه موده وروسته به واک یو ځل بيا د هغو خلکو لاس ته ولوېږي، چې ديني او ملي ګټې او ارزښتونه به ورته هېڅ ارزښت نه لري.

راځئ چې په پوره ځواک او له ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې د راتلونکو نسلونو سالمې روزنې ته کار وکړو او د اسلامي نظام د بقا او پايښت پر وړاندې خپل مسئوليت ترسره کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button