
د ننګرهار د ګمرک عوايد ۳۰سلنه ډېر شوي
د ننګرهار د ګمرک رياست مسئولينو وړمه ورځ د خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په تېرو درېو مياشتو کې يې ۷۸۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي
د ننګرهار د ګمرک رياست مسئولينو وړمه ورځ د خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په تېرو درېو مياشتو کې يې ۷۸۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.د ګمرک رئيس مولوي عبدالهادي ابرار وايي، هره ورځ په ګمرک کې سلګونه لارۍ، چې بېلابېل ډوله قانوني اموال په کې بار وي، محصول کېږي او د قاچاق او فساد بشپړه مخه يې نيولې ده.دی وايي:((زموږ عوايد په دې څو مياشتوکې چې موږ اندازه واخيستله ۷۸۵ ميليونه زيات شوي، يوه مسئله بله دا هم ده، چې اميد شته را روان وخت کې به زموږ عوايد نور هم زيات شي.))نوموړی وايي: له پاکستانه يې د بې کيفيته چرګانو د وارداتو مخه نيولې او د بازار اړتيا او له ارزونو وروسته افغان بازار ته د چرګانو وارداتو ته يې اجازه ورکړې.نوموړي زياتوي:((د چرګانو په باره کې که موږ سل سلنه دخپل وطن له فارمونو ډاډه شو، نو بيا به سل سلنه له بهرنه چرګان بند کړو اوس چې ۸۰ سلنه وي ،نو اړتيا ده چې موږ شل سلنه را پرېږدو.))د ګمرک رئيس وايي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي چې سوداګريزه ساحه لا پراخه کړي.نوموړي زياته کړه: د همدې لپار يې په لعلپورې ولسوالۍ کې د سوداګريزو چارو دتر سره کولو لپاره ۶۰۰ جريبه ځمکه چمتو کړې ده. د ننګرهار د ګمرک رئيس داسې مهال د عوايدو د زياتوالي خبره کوي، چې د تورخم له لارې سوداګر وخت ناوخته شکايتونه کوي او لاهم سوداګر وايي، چې پاکستان ورسره مناسب چلند نه کوي.