
د ننګرهار اوسېدونکي : مسئولين دې په درملتونونو او روغتيايي مرکزونو څارنه لا زياته کړي
د ننګرهار اوسېدونکي په لرو پرتو ولسواليو کې له غيرې معياري روغتيايي مرکزونو او ډاکترانو شکايتونونه لري.د دغه ولايت د غني ولسوالۍ اوسېدونکی الفت شينواری وايي: پر مرکز جلال آباد ښار سربېره په لرې پرتو ولسواليو کې غير مسلکي روغتياپالان او همدارنګه غير راجستر شويو درملتونو فعاليت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.دی د عامې روغتيا رياست پر چارواکو هم نيوکه کوي، چې په درملتونونو او روغتيايي مرکزونو څار نه لري او همدا لامل دی،چې زياتره يې خپلسري فعاليتونه کوي.شنيواری زياتوي: ((د ننګرهار په غني خېلو او د شينوارو په نورو ولسواليو او همدارنګه په جلال آباد ښار او زيارت سيمو کې غير مسلکي ډاکتران کار کوي او د زياترو يې درمل بې کيفته او ډېر يې جواز هم نه لري؛ چې له امله يې خلکو ته مختلفې روغتيايي ستونزې پيدا کړي دي. )) د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی ګل ولي بيا له روغتيايي چارواکو د ښار او ولسواليو په درملتونونو او دولتي او شخصي روغتيايي مرکزونو د څار ترڅنګ د بې کيفته درملو د پېر او پلور د مخنيوي غوښتنه هم کوي. دی همدا راز وايي: د درملو بيې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوي چې بېوزله ناروغان يې د اخيستو وس هم نه لري.ګل ولي زياتوي: ((له روغتيايي چارواکو غوښتنه کوو، چې په درملتونونو او روغتيايي مرکزونو څارنه وکړي؛ ځکه د زياترو يې درمل بې کيفته او تاريخ تيري دي،نو مسئولينو ته په کار ده،چې بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. )) بلخوا، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي خبر ورکوي ،چې په ښار او ولسواليو کې يې په زيات شمېر هغه روغتيايي مرکزونه تړلي،چې جوازونه يې نه درلودل او فعاليت يې غير قانوني و. د عامې روغتيا رئيس ډاکتر محمد رحيم قلندرزي ويلي ،چې د يادې برسۍ په نتيجه کې يې پنځه ټنه درمل او ۱۴ سوه ټنه تاريخ تېري خوراکي توکي راټول کړي دي.قلندرزی زياتوي: ((د عامې روغتيا رياست د برسۍ ټيم له لوري هره ورځ په ښار او ولسواليو کې دغير راجستر درملتونونو او نورو روغتيايي مرکزونو څارنه کېږي او په دې برخه کې په زيات شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي او دا لړۍ دوام لري. )) روغتيايي چارواکي همداراز وايي ،چې خپل روغتيايي خدامات يې د ننګرهار ټولو ولسواليو ته رسولي او هڅه کوي په دغه برخه کې شته ستونزو ته هم حللاره پيدا کړي،خو يو شمېر خلک بيا وايي: په لرې پرتو ولسواليو کې شته روغتيايي مرکزونه په کافي اندازه درمل او نور روغتيايي امکانات نه لري، چې له امله يې خلک مجبورېږي خصوصي روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې په هدف يوسي، خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.