
د نفتو قراردادي شرکت به په کال کې 10 نورې څاګانې هم وباسي
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شېخ الحديث شهاب الدين دلاور، پرون په کابل کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې، له شبرغان ښار څخه تر مزارشريف پورې د ګاز نل ليکې او د قشقري ۲۱ نمبر څاه پرانيستې او د آمو د نفتو حوزې قرارداد په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شېخ الحديث شهاب الدين دلاور، پرون په کابل کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې، له شبرغان ښار څخه تر مزارشريف پورې د ګاز نل ليکې او د قشقري ۲۱ نمبر څاه پرانيستې او د آمو د نفتو حوزې قرارداد په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وايي، چې له چينايي شرکت سره د آمو د نفتو حوزې قرارداد د جمهوريت په وخت شوی او بېرته فسخ شوی و ،چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هماغه شرايط، خو د څو مادو په زياتولو سره بېرته تجديد شو.د ده په وينا: د قرارداد په نويو مادو کې راغلي ،چې که دوه مياشتې له موجه دليل پرته شرکت کار ترک کړي، قرارداد فسخ کېږي؛ د تېلو پروسس په افغانستان کې کېږي او د قرارداد په لومړي کال چې آزمايښتي دي؛ شرکت د څه د پاسه ۱۴۸ ميليونه ډالرو په ارزښت نوې پانګونه کوي. دغه راز په دې موده کې، قراردادي شرکت ۱۰ نوې څاګانې په ساحه کې باسي او شپږ نورې څاګانې استخراج ته چمتو کوي.شېخ الحديث دلاور څرګنده کړه، چې له يوه څاه چې دوه ورځې وړاندې پرانيستل شوه؛ هر ورځ تر ۱۰۰ ټنه پورې تېل استخراج کېږي او ټاکل شوې د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ تر پنځې پورې ۱۶ نورې څاه ګانې هم په دې اندازه فعالې شي.د آمو حوزې د نفتو قرارداد د روان ميلادي کال د جنوري په پنځمه، د کانونو او پټروليم وزارت او د ((افچين)) شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسليک شو. په دغه قرارداد کې ۲۰ سلنه افغانستان او ۸۰ سلنه قراردادي شرکت پانګونه کوي. د قرارداد له مخې؛ شرکت په درېيو کلونو کې چې اکتشافي دوره ده؛ بايد په ۳۰۰ کيلومتره مربع ساحه کې ۹ څاه ګانې وباسي.د قرارداد سيمې چې څه د پاسه ۴۵۰۰ کيلومتره مربع ساحه کېږي؛ د جوزجان، سرپل او فارياب په درېيو بلاکونو کې موقعيت لري. په کال کې د هر هکتاره ساحه کرايه يو ډالر ټاکل شوي او په کومو ساحو چې د تېلو څاه پکې شتون ولري؛ تر ۴۰ ډالره پورې رسېږي.د يادونې وړ ده چې اوسمهال د افغانستان له اوو څاګانو څخه هر ورځ تر ۴۰۰ ټنه تېل استخراج کېږي او د تېلو را اېستلو ۱۵سلنه حق الامتياز (ګټه) د کانونو او پټروليم وزارت ته ورکول کېږي.