سرلیکنې

د نظـام جاهـل دوسـتان له دښـمنانـو هـم بدتـر دي!

دا حقیقت د لمر په شان څرګند دی چې افغان ولس د خپل دیني قیادت په لارښوونه او مشرتابه ټوله تېره یوه پېړۍ خصوصاً وروستیو څلورو لسیزو کې د خپل هېواد استقلال ساتلو او د یو سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره خورا درنې او بې سارې قربانۍ ورکړې او لا هم په همدې لاره کې د نړیوالو تر جبر او ستم لاندې ژوند تېروي، نو د همدې ارمان د ترسره کولو لپاره د افغانانو د سرښندنو، کړېدلو او ځورېدلو بیان ته ځکه اړتیا نشته،چې لاهم زموږ ګرد سره غمېدلي، اسکېرلي او ځورېدلي نارینه او ویرجنې کونډې، بورې، ورارې او ناچارې ښځې ژوندۍ او د ټولو هر اړخیزو ناخوالو عیني شاهدانې دي- همدا وجه ده چې په دغسې یو ځانګري حالت کې د واکمنو مسؤلینو مکلفیت او ذمه واري پرته له شکه ډېره خطرناکه ده- ځکه په حقیقت کې موجود واکمن اشخاص د لکونو شهیدانو، یتیمانو، معیوبینو او نورو غم ځپلیو افرادو د غم، درد، کړاو او قربانیو په بیه دې مقام ته رسېدلي او د یو ډېر خطرناک الهي آزموينې په ډګر ولاړ دي- په همدې اساس ښايي له ډېرو مشرانو سره دا احساس خوځنده او ژوندی وي او په جدي ډول به غواړي چې په کامل اخلاص او پوره محنت سره د لاس ته راغلي فرصت او قایم شوي نظام لپاره ښه په ایماندارۍ سره خدمت وکړي،خو څرنګه چې اوس نه وحی شته او نه هېڅ بشر له خطا او نیمګړتیا پاک دی، نو کېدای شي بیا هم له زیاترو داسې کړنې پېښې شي چې د نظام لپاره غټې ستونزې جوړوي او زیان یې له ښکاره دښمنه هم لا زیات وي- مطلب دا چې ناپوه دوستان سره له دې چې یقیناً په هېڅ صورت

د نظام خرابي او کمزوري نه غواړي خو په یوه مورد کې د هغه جهالت بې له شکه د نظام لپاره د خورا سترې بدنامۍ، لوی ضرر او پر شا تګ لامل ګرځي- دا ډول ستونزې یقیناً مشهودې او ډېر سترګور او په چارو کې ماهر اشخاص یې په رڼو سترګو وویني- معنا دا چې له ځینو دغه شان اقداماتو، تصامیمو او کړنو سترګې نه شي پټېدای او انکار هم نه شي ترې کېدای، بلکې مهمه ذمه واري داده چې ازاله یې وشي او هغه ستونزې چې واقعاً د ځینو نامعقولو او غیر ضروري تصامیمو له امله ټول ملت او نظام ورسره مخ دی، باید خپله له منځه یوړول شي- تردې چې اوس وخت راغلی څو د نظام په داخل کې ټول با احساسه او فکرمن اشخاص د ګردو هغو نیمګړتیاو درک او درملنه وکړي چې له امله یې حکومت له خپل ملت او نړۍ سره په تقابل کې راغلی- البته زموږ د مؤمن او مجاهد ولس هیله او غوښتنه هېڅکله دا نه ده چې له بې حسابه قربانیو ګاللو وروسته دې اوس بیا هم په دیني او ملي ارزښتونو معامله وشي، بلکې عمومي غوښتنه داده چې هېڅوک دې د خپل ذوق په ناموجهو کړنو لاس ته راغلي فرصت او نظام ته بې ځایه ستونزې نه جوړوي او د خپل شوق او سلیقې بیه دې پردې بې وزله او ځورېدلي عام ولس نه پرېکوي- لنډه دا چې اوس ټول ملت حتماً دې نتیجې ته رسېدلی چې که یو ځل بیا له ګردې نړۍ سره ګټلې جګړه د سیاست او ادارې په ډګر کې له ماتې سره مخ کېږي نو پر ته له شکه چې د هېواد، ملت او نظام د ناپوهو دوستانو له لاسه به وي، نه د هغه عام ولس په وجه چې د تاریخ په اوږدوکې یې تل د خپلو وینو او سرونو په بیه خپلواکي ترلاسه کړې او خپل رهبران یې واک ته رسولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button