سرلیکنې

د نظام بریا معنوي ارزښتونو پورې تړلې ده

که حقیقت ته ځیرشو نو حتماً به دې پایلې ته ورسیږو چې افغانانو که په تېره یوه پیړۍ کې د نړۍ دریو ځواکمنو قدرتونو له اشغاله ځان خلاص کړی او د خپل دین، ناموس او خپلواکۍ په ساتنه کې بې سارې قربانۍ ته چمتو شوي نو پر ته له شکه چې په دغه مقابله او مبارزه کې یې تر ټولو مهمه وسله ایمان، عقیده او دیني احساسات وو-

که حقیقت ته ځیرشو نو حتماً به دې پایلې ته ورسیږو چې افغانانو که په تېره یوه پیړۍ کې د نړۍ دریو ځواکمنو قدرتونو له اشغاله ځان خلاص کړی او د خپل دین، ناموس او خپلواکۍ په ساتنه کې بې سارې قربانۍ ته چمتو شوي نو پر ته له شکه چې په دغه مقابله او مبارزه کې یې تر ټولو مهمه وسله ایمان، عقیده او دیني احساسات وو- مطلب دا چې همدا دیني قیادت و چې د هېواد لکونه ولسونه یې ترشا ودرېدل، خبره یې واورېدل شو، خلک منظم شول او د دښمن له خورا مجهزو لښکرو سره یې په ډېره مېړانه ډغره ووهله- دادی له نېکه مرغه یو ځل بیا افغانان د خپل دیني قیادت ترشا راغونډ شوي او د یو خپلواک اسلامي نظام د ټینګښت او هېواد بسیاینې لپاره هڅه هاند کوي. په دې اساس لازمه ده چې اوس نو زموږ مشران هم د خپلو وګړو خصوصاً رسمي مسؤلینو د دیني روزنې او ټولو معنوي ارزښتونو د پالنې لپاره پوره پوره هڅې وکړي، ځکه اوس د امتحان دوره ده، اوس دیني علماء د هېواد پر وسایلو او شتمنۍ مسلط شوي او د دبیت المال هر څه د دوی په لاس کې دي، پیسې دوی سره دي، موټر د دوی او استوګنه یې هم په ښارونو او لوکسو کورو کې ده- دا وخت نو که سړی د قرآن مجید او نبوي سنتو سپارښتنو ته ځیر شي، خامخا به یې ډېر خطرناک ازمیښت وګني او د آخرت له وېرې به یې زړه ولړ زیږي همدا وجه ده چې اوس نو یو بل ته د حق او خیر توصیه، د الله تعالی پر عبادت، ذکر او لمانځه کلکه سپارښتنه او تر ټولو مهمه دا چې په ګردو رسمي ادارو کې د قرآن او حدیث او نورو دیني مذاکرو لپاره یو څه وخت بېلول له دغه خطرناک وضعیت نه د سلامتیا لپاره خورا زیات اړین دي- ځکه دا یو ثابت حقیقت دی چې که دیني وعظ او نصیحت نه وي نو په تدریجي توګه ډېر ملتزم مسلمان هم بالآخره د غفلت ژورې کندې ته غورځیږي چې انجام یې فقط هماغه ستر هلاکت دی او بس- موږ باید هیڅکله دا واقعیت له یاده ونه باسو چې خدای دې نه کړي که لمونځ مو ضایع، هوسپالنه مو عادت، بیت المال سره بې احتیاطي او رشوت و خیانت مو خصلت وګرځېد نو قادر خدای به مو حالت ډېر ژر بدل او د دښمن له زړه به مو هیبت ختم کړي. بیا به دوستان را نه بېزار او ملګرو کې به خپل منځي نفاق او شقاق منځ ته راځي. خو ددي برعکس که په مشرانو کې تقوا، اطاعت، عبادت، اخلاص، شفافیت او عفاف موجود وي، کشران به هم تابع، مخلص او منظم وي. لنډه دا چې که موږ هرڅومره له مادیاتو او هوسپالنې ځان وساتو، سادګي خپله او خلکو سره خواخوږي ولرو، په هماغه کچه به ځواکمن، متحد، بریالي او سرلوړي یو. یاد ساتئ چې زموږ بریا یوازې د معنوي اړخ له ښې پالنې سره تړلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button