سرلیکنې

د نشه يې توکو په وړاندې د حکومت اقدامات او لاسته راوړنې!

نشه يې توکي په حقيقت کې هره ټولنه له ګواښونو او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي او دا هغه ناوړه بوټی دی، چې د وخت په تېرېدو او تدريج سره او بيا په ځانګړې توګه د ځوان نسل روغتيا زيانمنوي او ژوند يې له اوږد مهالو کړاوونو، ناهيلۍ، بدمرغيو او مرگوني ګواښ سره مخ کوي.

نشه يې توکي په حقيقت کې هره ټولنه له ګواښونو او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي او دا هغه ناوړه بوټی دی، چې د وخت په تېرېدو او تدريج سره او بيا په ځانګړې توګه د ځوان نسل روغتيا زيانمنوي او ژوند يې له اوږد مهالو کړاوونو، ناهيلۍ، بدمرغيو او مرگوني ګواښ سره مخ کوي.

دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ملګرو يي د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو، رنځونو او کړاوونو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد، ترويج او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ.

 د اشغال پرمهال افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو مخکې پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربېره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، چې د کابل ادارې له سقوط وروسته اسلامي امارت ورسره مخ و، خو له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په دې برخه کې قاطع تصميم ونيوه، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو کښت غير قانوني اعلان کړ او د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې کلک بنديز ولګاوه.

د خپرنيزو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت په هيواد کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په هيواد کې د نشه يي توکو د پروسس څه باندې ۱۲۰۰ کارخونې له منځه وړې دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له صادرېدو راهيسې په هيواد کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کاروبار نږدې صفر ته را لوېدلی دی.د دې معينيت د شمېرو له مخې د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو وروسته د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو د پروسس ډېرې لويې او وړې کارخونې له منځه وړل شوې دي.د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت په خبره د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۱۲۵۰ په شاوخوا کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخريب شوې دي.

خو له ټولو مهمه دا ده چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د عامه پوهاوي لپاره بايد رسنۍ، ديني عالمان، ښوونکي او نور پوهان خپل رسالت اداء کړي او ملت د نشه يي موادو د استعمال او توليد له زيانونو خبر کړي . دغه راز حکومت هم مسئوليت لري چې له بنديز سره سره کروندګرو ته بديلې لارې چارې پيدا کړي او د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، غنمو او نورو ګټوروغلودانو د کرلو امکانات ورته برابر کړي چې په دې سره به  نه يوازې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيول شي، بلکې تر ډېره حده به د خوراکي توکو اړتيا هم په کور دننه پوره شي او هيواد به د ځان بسياينې پر لور ګړندي ګامونه اوچت کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button