سیاست او دولت

د نشه يي توکو پر ضد د حکومت کړنې او لاسته راوړنې د قدر وړ دي

دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ملګرو يي د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو، رنځونو او کړاوونو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد، ترويج او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ. د اشغال په ټول کرغېړن حضور کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو تر ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.

دوه لسيزې وړاندې چې کله امريکا او ملګرو يي د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو، رنځونو او کړاوونو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد، ترويج او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ. د اشغال په ټول کرغېړن حضور کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو تر ټولو ستر توليدوونکی هيواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.

دا هر څه د يو منظم پلان له مخې د خپلو ګټو لپاره روان وو او پر افغانستان د يرغل موخو کې يوه دا هم وه، چې امريکا په ډېره هوښيارۍ او مکر دلته د نشه يي موادو پراخ توليد وکړ او له دې درکه يې ټريليونونه ډالره عوايد ترلاسه کړل، خو افغان ملت ته يوازې نړيواله بدنامي او ميليونونه معتادين په ګټه کې پاتې شول.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته پر اداري فساد او اقتصادي ستونزو سربېره د نشه يي موادو پراخ توليد او استعمال هم يوه ستره جدي ستونزه وه، چې اسلامي امارت ورسره مخ و ، خو له نېکه مرغه چې اسلامي امارت په دې برخه کې قاطع تصميم ونيوه، په ټول هيواد کې يې د کوکنارو کښت غير قانوني اعلان کړ او د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال يې کلک بنديز ولګاوه . نشه يې توکې په حقيقت کې هره ټولنه له گواښونو او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کوي او دا هغه ناوړه بوټي دي ،چې د وخت په تيرېدو او تدريج سره او بيا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتيا زيانمنوي او ژوند يې له اوږد مهالو کړاوونو، ناهيليو ، بدمرغيو او مرگوني گواښ سره مخ کوي،نو د دې ناوړه او زهرجن بوټي په وړاندې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو تل نه ستړې کيدونکې مبارزه کړې او کوي يې او په خپله مبارزه کې هم تل هوډمن دي او په دې برخه کې يې تل ښې او د پام وړ لاس ته راوړنې هم لرلي دي.

د خپر نيزو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ ، د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت په هيواد کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په هيواد کې د نشه يي توکو د پروسس څه باندې ۱۲۰۰ کارخونې له منځه وړې دي.

ياد معينيت ويلي : (( د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صادرولو راهيسې په هيواد کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار نږدې صفر ته رسېدلی دی.د دې معينيت د شمېرو له مخې د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو وروسته د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نشه يي توکو د پروسس ډېری لويې او وړې کارخونې له منځه وړل شوې دي.د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت ويلي: (( د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۱۲۵۰ په شاوخوا کې د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د پروسس کارخونې تخريب شوې او همداراز په هيواد کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او کار او بار په وړاندې جدي مبارزه دوام لري، اسلامي امارت په هيواد کې د نشه يي توکو ضد مبارزې ته ژمن دی او هغه کسان چې لا هم د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي . ))

خو له ټولو مهمه دا ده چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ، ديني عالمان، ښوونکي او نور پوهان خپل رسالت اداء کړي او ملت د نشه يي موادو د استعمال او توليد له زيانونو خبر کړي او دغه راز حکومت هم مسئوليت لري چې له بنديز سره سره کروندګرو ته بديلې لارې چارې پيدا کړي او د کوکنارو پر ځای د زعفرانو، غنمو او نورو ګټورو اجناسو د کرلو امکانات ورته برابر کړي چې په دې سره به نه يوازې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيول شي، بلکې تر ډېره حده به د خوراکي توکو اړتيا هم په کور دننه پوره شي او هيواد به د خود اعتمادي پر لور ګړندي ګامونه اوچت کړي .

هدايت الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button