ټولنه او کلتور

د نشراتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه ترسره شوه

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه صاحب په مشرۍ وزارت مقام کې د مطبوعاتي بهیر د لا چټکیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د نشراتو ښاغلي معین، د کلتور او هنر ښاغلي معین د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس، مرستیال او د نشراتي معینیت رئیسانو ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. ورپسې محترم وزیر صاحب د تېر کال پر مطبوعاتي بهیر رڼا واچوله، د مسؤلینو کړي هڅي یې وستایلې، همدارنګه یې د تېرو نیمګړتیاوو د ازالې او په راتلونکي کې د مطبوعاتي بهیر د لا بهبود او پرمختګ په پار اړوند مسؤلینو ته لازمي سپارښتنې وکړې. ورپسې معین صاحبانو او رئیسانو د نشراتي برخې د پرمختګ او پر وړاندې یې د شته ستونزو په پار په خپل وار نظرونه تبادله کړل. همدا راز په غونډه کې د راتلونکي لپاره لازم تصامیم ونیول شول، چې د پلي کېدو لپاره به یې بېلي بېلي کمېټې تعین شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button