سرلیکنې

د نرخونو کنټرول او د افغانۍ ثبات؛ د اسلامي امارت بريالۍ اقتصادي پاليسي!

له کومې ورځې چې په افغانستان کې اسلامي امارت د چارو واګي لاس کې اخیستي، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بيې کنټرول شوي، دغه راز د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت هم په ډېر ښه ډول ساتل شوی دی.

له کومې ورځې چې په افغانستان کې اسلامي امارت د چارو واګي لاس کې اخیستي، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بيې کنټرول شوي، دغه راز د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت هم په ډېر ښه ډول ساتل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا رسنيو سره شريک شوي ارقام ښيي، چې د تېر کال په پرتله د هيواد په بازارونو کې د خامو موادو بيه ۴۳ سلنه راټيټه شوې ده او دوی هڅه کوي، چې نرخونه نور هم راټيټ کړي، تر څو خلک وکولای شي خپلې لومړنۍ اړتياوې په ښه توګه پوره کړای شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د سرطان مياشتې په ١٣مه د هيواد په بازارونو کې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ قزاقي اوړه په ٢٦٥٠ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس يې بيه ۱۵۴۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده. دغه راز تېر کال په ورته وخت کې د يوپیپ ١٦ لېتره غوړيو بيه ٣1٠٠ افغانۍ وه، خو اوس يې بيه ١٦٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

 په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې دغه اداره په بازارونو کې د خامو موادو د بيو د کنټرول په موخه هټيوالو ته د نرخونو ليست وېشي او هره ورځ يې بيې څاري.

د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانیود ارزښت ثابت ساتل هم په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت ستره بریا ګڼل کېږي او د روانې سرطان مياشتې په لومړيو کې د نړيوال بانک له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې په افغانستان کې د انفلاسيون کچه منفي (۰،۹۵) صفر اعشاريه پنځه نوي ته راکښته شوې ده.

 د اقتصادي چارو کارپوهان په بازارونو کې د بيو کنټرول، د افغانیو د ارزښت ثابت ساتل او په داسې حال کې تر منفي صفر پورې د انفلاسيون د کچې ټيټېدل، چې په ځينو سيمه ييزو هيوادونو کې دغه کچه ان تر لس سلنې پورې لوړه شوې ده، په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت سترې لاسته راوړنې بولي.

د دغو اقتصادي برياوو ډېر لاملونه دي، چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:

د صادراتو په کچه کې بې ساری ډېروالی، د فساد په وړاندې له شعاري خبرو او بحثونو ورهاخوا رښتينې مبارزه،له خصوصي سکتور سره همکاري،او دغه راز له هيواد څخه د بهرنيو اسعارو د قاچاق مخنيوی.

اسلامي امارت بايد په دغې برخه کې لا ډېر اقدامات وکړي او خلکو ته د کارموندنې لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې مؤثرې پاليسۍ جوړې کړي، تر څو افغانستان په خپلو پښو ودريږي او له سيالانو سره سيال شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button