سرلیکنې

د ناوړه رواجونو زندۍ او زولنې به څوک رانه وشلوي؟

له بده مرغه د افغانانو د تعلیم کچه ډېره ټیټه او د لوستو وګړو سلنه مو ډېره کمه ده. همدا وجه ده چې موږ خپلو ټولنیزو چاروکې له زښته ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه هوښیاران وایي: دښمن پر دښمن دومره ظلم نه کوي لکه یو ناپوه یې چې پر خپل ځان کوي.

له بده مرغه د افغانانو د تعلیم کچه ډېره ټیټه او د لوستو وګړو سلنه مو ډېره کمه ده. همدا وجه ده چې موږ خپلو ټولنیزو چاروکې له زښته ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه هوښیاران وایي: دښمن پر دښمن دومره ظلم نه کوي لکه یو ناپوه یې چې پر خپل ځان کوي. حقیقت دادی چې ټول افغان ولس بې له شکه د خپل ژوند بېلابېلو څانګو کې له داسې ملاماتوونکو او درنو بارونو لاندې دی، چې هر فرد او هره کورنۍ یې له انتهایي ځګر خونۍ، دښمنۍ او سختو مالي زیانونو سره مخ کړې ده. دا هغه د جاهلیت او حماقت رسوم دي چې زموږ له ولسونو یې د خپلوۍ پالنې، وحدت، اخوت او خواخوږۍ هر ډول خواږه وړي، زموږ دنیا او آخرت یې را برباد کړي او له بې درکه سختو کړاوونو سره یې مخ کړي یو.

تاسې وګورئ په غم او ښادۍ، مړي او ژوندي کې موږ د شیطان د فرمایشاتو پر اساس په څومره ناوړو زندیو او زولنو کې تړل شوي یو؟ دا ځنځیرونه زموږ پر غاړو، پښو او لاسو کې چا را اچولي؟ البته ټول ډېر ښه پوهیږو چې زیاتره دا ډول رواجي التزامات نه د څښتن تعالی له خوا پر موږ لازم شوي او نه د کوم ظالم حکومت اوپاچاله خوا، بلکې فقط خپل ځاني عمل مودی او دا ګرد سره درانه پیټي مو خپله پر ځان بار کړي. د مثال په توګه زموږ په هره کورنۍ کې هم هلکان شته او هم جینکۍ، که هلکان مو مېرمنې غواړي نو طبعاً لوڼې او خویندې مو هم مېړه ته ضرورت لري. ښه، بیا نو چې د نکاح او واده دغه اړتیا دوه طرفه ده، نو سختي یې په څه کې ده؟ دا څوک دی چې ژڼکي یې تر پخې ځوانۍ پورې له مېرمنې محروم کړي او پېغلې یې ترزړنسبته له واده ایسارې؟

ایا په یوه مسلمانه ټولنه کې د یو مسنون او فطري عمل دومره  ستونزمن کېدل او د بې ځایه تکلیفونو او ناوړه شرایطو دومره زیاتول چې پوره کول یې په زیاترو مواردو کې د یو ځوان د سرپه بیه تمامیږي، له دیني لارښوونو سره ښکاره مخالفت نه دی؟ د خدای پاردي د یوې مسلمانې پېغلې او یو مسلمان زلمي د واده لګښتونه لږترلږ (6-7) لکه افغانیوته رسول هم مسلماني، خپلوي، خیښي او دوستي ګڼل کېدی شي؟ حال دا چې اوسنیو حالاتو کې یو تکړه ځوان هم که د میاشتې لس زره افغانۍ وګټلی شي نو ډېر لوی بختور بلل کیږي! لنډه دا چې نور باید له دې کړېدلي ملت سره د دغو ځنځیرونو او شیطاني لومو په شلولو کې پوره پوره مرسته وشي. د انساني ټولنیز ژوند دغه ضروري چارې باید تر وروستۍ کچې اسانه، بې تکلیفه، ارزانه او بسیطې وګرځول شي. نور باید زموږ ځوانان د دغو ظالمانه ولورونو او رواجونو د پوره کولو په خاطر د اروپایي شرابیانو چوپړته مجبور نه کړی شي، باید د سمندر د نهنګانو خوراک نه شي او دا زموږ لویه فریضه ده چې د اخلاقو او دین ساتنه یې وکړو. بناءً که د اسلامي امارت مشران په ټولنه کې د دغسې ناوړه رواجونو پر خلاف مبارزه وکړي، اصلاحات راولي او د خپل رعیت له غاړو، پښو او لاسونو دغه زولنې لرې کړي، خورا یوه ستره تاریخي کارنامه او تلپاتې نېکنامي به وګټي او که رښتیا ووایو د امر بالمعروف اصلي وظیفه هم دا ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button