سرلیکنې

د موټر چلوونکو بې احتياطي بايد کنټرول شي

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره مو په هيواد کې د ناامنۍ ستونزه پای ته رسېدلې، ډاډمن امنيت تامين شوی، د جنګ، جګړو او زورواکۍ لړۍ ختمه شوې او زموږ د ملت مهم هدف او ارمان چې په هيواد کې د اسلامي نظام قيام و، ترلاسه شوی او د همدې مرام د ترلاسه کولو لپاره يې په تېرو څلورو لسيزو کې له شرقي او غربي ښکېلاکګرو سره د مقابلې او معرکې په ډګرکې بې سارې او لا مثاله  قربانۍ ورکړي او په ميليونونو مؤمنو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړي چې د دغو قربانيو او سرښندنو په پايله کې شرقي او غربي اشغالګروماته وخوړه او ټيټ سرونه زموږ له سپېڅلې خاورې څخه تېښتې ته اړشول . د الله (ج) شکر ادا کوو، چې د شهيدانو وينو رنګ راوړ،اسلامي نظام حاکم شو، د سولې سپينې کوترې خپل وزرونه پرانسيتل او سوله چې د هر افغان دزړه هيله وه قايمه شوه. اوس زموږ هيوادوال په ډاډه زړه بې له کومې وېرې د هيواد بېلابېلو برخوته سياحتي سفرونه کوي او د غلو مخه نيول شوې . د اسلامي امارت ويښ امنيتي ځواکونه شپه او ورځ زيار باسي چې خپلو ځورېدلو هيوادوالوته لانور هم لازم سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي د بيارغونې او سرک جوړونې په برخه کې کارونه جريان لري، پر بنسټیزو پروژو هم کارونه روان دي او ډېرژر به په دې اړه د نورو پرمختګونو شاهدان و اوسو،خويوه ستونزه چې لاپرځای پاتې ده ، د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي او د خلکو ژوند ګواښي،  هغه زموږ په هيواد کې دموټر چلوونکو د بې احتياطۍ ستونزه ده چې د ډرېورانو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته کېږي چې بايد کنټرول اومخه يې ونيول شي. زياتره موټر چلوونکي پر نشه يې توکو روږ دي وي او د نشې په حالت کې دغه ستونزې رامنځ ته کېږي، خوځينې ډرېوران چې د ډرېورۍ پر قوانينو آګاه نه وي هم د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.د اسلامي امارت د ترافيکو ریاست د اړوندو څانګو له خوا بايد د ترافيکي اصولو پرقانون پوهو کسانو ته د ډرېورۍ جوازونه ورکړل شي او هغوی ته دې پر لويو لارو د سفر کولو مهارتونه هم وروښيي، لازمې لارښوونې دې ورته وکړي او په دې برخه کې دې خپل مسئوليت په ښه توګه ادا کړي چې د ټکرونو په مخنيوي کې کموالی راشي او له دې وروسته د بوږ نوونکو پېښو شاهدان ونه اوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button