سیاست

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمیسيون غونډه ترسره شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون پر غړو سربېره د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم او د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد له خپلو مسلکي همکارانو سره حضور درلود، د تېر کال د تشکیل او مالي پلان ترڅنګ، کړنې او لاسته راوړنې، امتیازي معاشونه، NTA او د لوړو زدکړو او مالیې وزارتونو بالمقطع سهمیې په اړه هر اړخيزه توګه وارزول شول.

دغه راز د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي کادرونو او نورو ټولو علمي کادرونو لرونکو بنسټونو د غړو د حقونو او امتیاز د اجرا په اړه هراړخیز بحث وشو او په پای کې لازمې تصمیمونه ونیول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button