مقالې او تبصرې

د مهاجرینو فشار کار ور نه کړ؛  بل ګام به څه وي؟

د پاکستان لنډمهالي حکومت په یوه کمساري ګام کې د یو اعشاریه اووه میلیونه افغان مهاجرینو د ایستلو پرېکړه وکړه. دا ګام نه یوازې د ایستلو کېدونکو د شمېر له اړخه کمساری و، بلکې ډېره کمه موده یې هم ورته وټاکله.

د پاکستان لنډمهالي حکومت په یوه کمساري ګام کې د یو اعشاریه اووه میلیونه افغان مهاجرینو د ایستلو پرېکړه وکړه. دا ګام نه یوازې د ایستلو کېدونکو د شمېر له اړخه کمساری و، بلکې ډېره کمه موده یې هم ورته وټاکله.

د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په درېیمه له مهاجرینو وغوښتل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې مخکې پاکستان پرېږدي. استدلال یې دا و چې ګواکي دا ګام د خپل امنیت لپاره کوي،‌ ځکه چې د دوی په وینا دا ناقانونه مهاجرین په ناامنیو کې ښکېل دي.‌ پاکستاني سرچینو ادعا کوله چې یوازې د اکټوبر د میاشتې د ۲۴ بریدونو له ډلې په ۱۴ هغو کې افغانان ښکېل وو. دا هغه ادعاوې دي چې اسلامي امارت یې ردوي او کوم درېیم ناپېیلي اړخ هم د دې ادعاوو په اړه څېړنه نه ده کړې.

پاکستان ولې د مهاجرینو پر ضد دا بې ساری ګام واخیست؟

د شمېرو له مخکې په پاکستان کې تر څلورو میلیونو افغانان ژوند کوي. دا ممکنه نه ده چې څلور میلیونه وګړي دې ټول نجیب او شریف خلک وي او په دې کې دې هېڅوک هم په جرمونو او نا امنیو کې لاس ونه لري. په نړۍ کې کوم داسې ځای نشته او نه و، چې څلور میلیونه وګړي دې پکې و اوسېږي، خو جرم دې پکې نه وي.‌ ښايي‌ ځینې افغانان په نا امنۍ یا جرمونو کې ښکېل وي، خو دا به څو کسان وي او د څو کسانو له کبله یو اعشاریه اووه میلیونه وګړو ته سزا ورکړل نه شي توجیه کېدای.

په زور د مهاجرینو ایستل د افغانستان او پاکستان له وروستیو ترینګلو اړیکو سره تړلي دي. پاکستان غوښتل چې مهاجرین پر اسلامی امارت د فشار لپاره وکاروي. په پاکستان کې محاسبه دا وه چې په دومره کمه موده کې د دومره مهاجرینو را ایستل به اسلامی امارت له سختو ستونزه سره مخ کړي، ځکه چې اسلامی امارت نوی او بې تجربې حکومت دی. د دوی د اټکل له مخې دا به اسلامی امارت ته له اقتصادي اړخه سخته وي چې په دومره کم وخت کې یو اعشاریه اووه میلیونه مهاجرین مدیریت کړي او دا به د افغانستان اقتصاد ته هم زیان واړوي. له بله اړخه به په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ورسره لا لوړه شي، تر څنګ یې د بشري ناورین د پېښېدو شونتیا هم شته، ځکه له یوه اړخه مهاجرین ډېر دي،‌ له بله اړخه ژمی را روان دی. ښايي‌ ځینو کړیو به دا هم پلان کړې وه چې له دې لارې په افغانستان کې د ناامنۍ د ډېرېدو ظرفیت لوړ کړي او په ټوله کې به پر اسلامی امارت داخلي فشار هم راشي.‌ له همدې کبله یو لوی او کمساری ګام واخیستل شو،‌ چې نه یوازې په پاکستان او افغانستان کې یې خلک حیران کړل، بلکې په نړۍ کې هم د دغه حرکت په اړه شکونه پیدا شول.

پاکستان خپلې موخې ته ورسېد؟

په پاکستان کې به دا فکر کېده چې اسلامی امارت به دا فشار ونه شي زغملی او پاکستان ته به ګونډې ووهي او غوښتنې به یې ومني. د پاکستان دغه ګام ته د اسلامی امارت غبرګون د پاکستاني لوري د تمې خلاف و، د دې پر ځای چې له پاکستان څخه څه وغواړي او یا هم ورسره مذاکرې ته ولاړ شي، د مهاجرینو پر مدیریت یې تمرکز وکړ. که څه هم اسلامی امارت له اقتصادي اړخه پیاوړی نه دی او د سترو بحرانونو د مدیریت کومه اوږده تجربه هم نه لري، خو د مهاجرینو مدیریت یې تر ډېره بریالی و. د مهاجرینو په مدیریت کې ستونزې هم وې،‌ خو دوو چارو له امارت سره په دې برخه کې مرسته وکړه؛ یو دا چې را ستنېدونکي مهاجرین په ناز او نعمت کې نه وو را لوی شوي، بلکې ډېرې سختې یې لیدلې وې، نو د دغو سختیو زغمل ورته ناممکن نه وو. دویم دا چې د دغو مهاجرینو لویې برخې په پاکستان کې هم له ناز او نعمت ډک ژوند نه درلود،‌ بلکې تر ټولو سخت، درانه او ملا ماتوونکي کارونه یې کول، چې په بدل کې یې خورا کمې پیسې لاسته راوړلې.  دوی په دې زحمت په ننني افغانستان کې هم ورته ژوند کولی شي.

په امارت کې چې ما له څومره چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي، دوی تر فشار لاندې دي، خو پر دې خوشاله دي چې مهاجرین هېواد ته راستانه شي،‌ ښايي همدا لامل وي چې له پاکستان سره په دې اړه مذاکره هم نه کوي. د امارتي چارواکو ټوله اندېښنه، خپګان او غوسه یوازې پر دې وه چې د مهاجرینو د را ایستلو ډول او وخت مناسب نه دی،‌ ځکه چې دا له یوه اړخه په کمه موده کې ډېر دي او له بله اړخه په افغانستان کې سخت او یخ ژمی را روان دی، نور دوی پر دې خوشاله دي چې مهاجرین خپل هېواد ته راشي. د امارت یو چارواکي راته وویل: « پاکستان چې څه کوي، په نړۍ کې هېچا نه دي کړي، موږ حتی امریکايي نظامیانو ته چې په زور او جبر راغلي وو، د وتلو لپاره ۱۴ میاشتې وخت ورکړ، خو دوی یو اعشاریه اووه میلیونه بې‌ګناه او بې‌دفاع خلک په دومره کمه موده کې وباسي.» د امارت د دغه چارواکي له خبرې سره ماته د یوه پاکستاني لیکوال هغه خبره را یاده شوه چې لیکلي یې وو: « په ټوله نړۍ کې یوازې اسرائیلو په ۱۹۴۸ کال کې له فلسطینیانو سره دې ته ورته کار کړی، خو د هغوی شمېر هم د ایستل کېدونکو افغانانو د شمېر نیمايي و.»

پاکستاني چارواکي له دې امله سخت غوسه ښکاري چې امارت تر پایه د مهاجرینو د نه را ایستلو په اړه نه کومه غوښتنه وکړه او نه یې هم پاکستان ته د خبرو او مذاکرې لپاره کوم پلاوی ولېږه.

د مهاجرینو په را ایستلو کې پاکستان له ستونزو سره هم مخ شو.‌ په کور دننه یې ټولنه په دې پرېکړه کې ووېشل شوه او ګڼو سیاستوالو او سیاسي ګوندونو د خپل حکومت د دې پرېکړې مخالفت وکړ. آن داسې ویل کېدل چې په پاکستان کې خلک لاریونونو او لویو غونډو ته را وځي، خو له دې کبله چې تر دې وړاندې په نورو سیاسي مسایلو کې سوله‌ییز لاریونونه د پوځ او استخباراتو له خوا سخت ځپل شوي وو،‌ نو خلکو لاریونونو ته زړه ښه نه کړ. له بله اړخه اوس د پاکستان محاکم هم په دې اړه غور کوي.

د دې تر څنګ د پاکستان حکومت تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې هم راغی. پاکستاني حکومت چې تل د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو فشارونو ته اهمیت ورکوي، په دې چاره کې له همدې فشار سره مخ شو. د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو، ځینې نورو سازمانونو او هېوادونو

د پاکستان پر دې کار نیوکې وکړې او له پاکستان یې وغوښتل چې دا چاره ودروي.

دا هم د هېرولو نه ده چې پاکستاني نظام خپلو خلکو ته د پاکستان وجودي فلسفه اسلام ښيي، خو د مهاجرینو ایستل یې د اسلامي اصولو خلاف عمل و. له دې کبله له دیني‌ او اخلاقي اړخه هم پاکستان په دې چاره کې زیان ولید. د پاکستاني دولت دا کار داسې هم تعبیرېدای شي چې ګواکي دوی غواړي د دغو افغانانو شتمنۍ لوټ کړي. یو کس چې څلوېښت کاله یې په یو ځای کې کار او روزګار کړی وي، څنګه کولی شي چې په یوه میاشت کې دا هر څه را ټول کړي!؟ یوه راستانه شوي راته وویل: « د څلوېښتو لکو کالدارو دوکان مې په اته لکه کالدارې وپلوره.» په را ایستل شوو کسانو کې داسې کسان هم ډېر دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او آن د افغانستان په رسمي ژبو هم نه پوهېږي. د دې تر څنګ په دې پېښه کې په بلدوزرونو د خلکو د کورونو نړول او د ښځو او ماشومان وهل، ټکول او بندي کول هم د ویډويي کمرو له لارې نه یوازې دواړو ولسونو، بلکې نړۍ ته هم رسېدلي دي چې له ارزښتي او اخلاقي اړخه یې پاکستانی دولت د خلکو له سترګو غورځولی دی.

نو چې د مهاجرینو فشار کار  ونه کړ، پاکستان بل څه کوي؟

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ تګلاره په زور، فشار او ګواښ ولاړه ده. د مهاجرینو له را ایستلو نیولې د ټرانزیټ تر بندولو پورې یې ګامونه پورته کړل. د پاکستاني پوځ مشر له خپلو ملایانو سره په وروستۍ غونډه کې له دوی غوښتي وو چې که په افغانستان کې دوی ځینې اهداف په نښه کوي،‌ نو ملایان یې باید ملاتړ وکړي. که داسې څه کېږي،‌ نو خبره مخامخ جنګ ته ځي. اوسنیو ترینګلو اړیکو دواړو لورو ته زیان رسولی دی، په ځانګړي ډول د دې ترینګلو اړیکو او ټکر زیان چې ښکاري د سترو قدرتونو د ګټو لپاره روان دی، یوازې دواړو ولسونو ته اوړي.

دواړه ولسونه مسلمانان دي، ګډ دین او ارزښتونه لري او کلونه کلونه یې په سختیو کې یو له بل سره مرسته کړې ده.‌ د دې تر څنګ افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ لپاره بحر ته اړتیا لري، افغاني مېوې او تولیدات باید په پاکستان کې وپلورل شي، پاکستاني وګړي باید له کندهاري انارو خوند واخلي او همداسې پاکستان منځنۍ اسیا ته لارې ته اړتیا لري او افغانان باید پر پاکستاني امو خوله خوږه کړي. دا په واقعي مانا د دواړو ولسونو غوښتنه ده، خو پاکستاني واکمن فشار راوړي، مهاجرین کاروي، ټرانزیټ بندوي، برید کوي، نو امارت به هم یو څه کوي. امارت منځنۍ اسیا ته د پاکستان ټرانزیټ بندولی شي، پر کونړ سیند بند جوړولی شي،‌ له منځنۍ اسیا پاکستان ته د برېښنا او ګازو د لېږد له پروژو سره مرسته ځنډولی او ګڼې نورې ستونزې هم جوړولی شي. دواړه اړخونه یو بل ته د ستونزو د جوړولو پوره وسایل لري، خو د دغه ټکر ګټې د دواړو ولسونو دښمنانو ته رسېږي. په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له څو احساساتیانو پرته دا فکر شته چې دا ټوله سیمه ګډ دین او ارزښتونه لري، باید د ورورۍ او ښو اړیکو لور ته ولاړه شي او په پاکستاني ولس کې هم دا چاره محسوسه ده، خو په پاکستان کې د واکمنې کړۍ ارادې او موخې مخ ته لویه سوالیه اېښې ده. باور دا دی چې په پاکستان کې واکمنه کړۍ د سترو قدرتونو د لوبې له مخې غواړي په سیمه کې جګړه، تاوتریخوالی او ناامنۍ روانې وي. په پاکستان کې واکمنه کړۍ یو ځل بیا ټوله سیمه او د خپل ولس امن، پرمختګ او سوکالي د امریکايي ګټو لپاره قربانوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button