سرلیکنې

د مهاجرينو ناڅاپي راستنېدل او د نظام چمتوالی!

د شاوخوا څلورو لسيزو جګړو او نا امنيو له امله د سر او مال  پر درنو زيانونو سربېره ميليونونه افغانان اړ شول، چې خپل هيواد پريږدي او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته پناه يوسي. چې تر ټولو ډېر يې د نږدېوالي او ديني او کلتوري مشترکاتو له امله ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته کډه شول.

د شاوخوا څلورو لسيزو جګړو او نا امنيو له امله د سر او مال  پر درنو زيانونو سربېره ميليونونه افغانان اړ شول، چې خپل هيواد پريږدي او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته پناه يوسي. چې تر ټولو ډېر يې د نږدېوالي او ديني او کلتوري مشترکاتو له امله ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته کډه شول.

دوی که څه هم په لومړيو کې هلته ډېرې ستړې او خوارۍ وګاللې، بې کورۍ او اقتصادي ستونزې يې تېرې کړې؛ خو له ډېر وخت وروسته يې د تعليم او اقتصاد په برخو کې ځينې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړې. د ټوکرو او شهدو پر مشهور تجارت سربېره د ټرانسپورټ په برخه کې هم افغان مهاجرينو ډېره پانګونه وکړه، چې نه يوازې خپل اقتصاد يې پر پښو ودراوه، بلکې د کوربه هيوادونو اقتصادي خوځښت کې يې هم د پام وړ مثبت بدلون راوست.

د مهاجرت په دغه اوږده او له ستونزو ډک ژوند کې مهاجرينو له ځينو فردي قضيو پرته، د کوربه هيوادونو په کورنيو مسئلو او سياسي موضوعاتو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې، بلکې ټولې هڅې يې په خپل کاروبار متمرکزې کړې وې. دغه راز کوربه هيوادونو يې هم تر ډېره حده ميلمه پالنې ته پاملرنه کړې ده. په ځانګړي ډول د تعليم او صحت په برخو کې يې د خپلو وګړو په څېر له توپير او تبعيض پرته ښه او غوره چلند ورسره کړی دی.

اوس چې په ناڅاپي ډول، په سخت ژمي کې او له کوم څرګند دليل پرته د ګاونډي هيواد پاکستان لنډمهالي حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پيل کړې ده، رښتيا هم چې يوه بشري ستونزه ده او په راتلونکي ژمي کې د دومره ډېرو انسانانو د استوګنې او نورو اړتياوو پوره کول د اسلامي امارت، نړيوالو بشري نهادونو او سازمانونو لپاره يوه جدي ستونزه او ازموينه ده؛ خو په دې برخه کې تر اوسه پورې د اسلامي امارت ښه پاملرنه او مرسته بې سارې ده.

د کورنيو چارو، ملي دفاع،  ټرانسپورټ، روغتيا او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو په ګډه د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدګي لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي، د لنډمهالې استوګنې لپاره يې په سرحدي سيمو کې د استوګنې کيمپونه ورته جوړ کړي او مستحقينو ته د ځانګړو استوګنځيو او روزګار د موندنې لپاره يې هم ژمنتيا ښودلې. که څه هم په دومره کمو امکاناتو د اسلامي امارت له لوري دومره چټک چمتوالی د ستاينې وړ دی؛ خو د خپل ملت په وړاندې همدا د حکومتونو او نظامونو مسئوليت او دنده ده او په دې برخه کې بايد لا ډېرې هڅې وکړي.

خو دا يوازې د اسلامي امارت مسئوليت نه دی، بلکې نړيوال بشري سازمانونه او ادارې هم بايد په دې برخه کې خپل مسئوليت په ښه ډول سرته ورسوي. له جبري را ايستل کېدونکو کډوالو سره مرستې وکړي او دغه راز د کوربه هيواد پر حکومت هم فشار راوړي، تر څو په دغې پروسه کې نړيوال بشري نورمونه مراعات کړي، د مهاجرينو درناوی وکړي او املاک يې ترې ايسار نه کړي. دغه راز افغان شتمن او خيريه بنسټونه هم بايد د بېرته راستندېدونکو لا ډېر لاسنيوی وکړي، د هغوی د لومړنيو اړتياوو پر پوره کولو سربېره بايد هغوی ته د کاري فرصتونو د ايجاد زمينه هم برابره کړي.

د کوربه هيواد سياسي ګوندونه او مذهبي مشران هم مسئوليت لري، چې خپل حکومت له دغه ډول ناوړه برخورد څخه راوګرځوي او په دې يې وپوهوي، چې دغه ډول کړنې په راتلونکې کې د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کې په حکومتي او ملي کچه ناوړه اغېزې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button