
د مهاجرينو راستنېدل؛ ستونزه او فرصت
د شاوخوا څلورو لسيزو جګړو او نا امنيو له امله د نورو زيانونو ترڅنګ ميليونونه افغانان اړ شول، چې خپل هيواد پريږدي او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته پناه يوسي، چې له ټولو ډېر يې د نږدېوالي او ديني او کلتوري مشترکاتو له امله ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته کډه شول.
د شاوخوا څلورو لسيزو جګړو او نا امنيو له امله د نورو زيانونو ترڅنګ ميليونونه افغانان اړ شول، چې خپل هيواد پريږدي او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته پناه يوسي، چې له ټولو ډېر يې د نږدېوالي او ديني او کلتوري مشترکاتو له امله ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران ته کډه شول.
دوی که څه هم په لومړيو کې هلته ډېرې ستړې او خوارۍ وګاللې، بې کورۍ او اقتصادي ستونزې يې تېرې کړې؛ خو له ډېر وخت وروسته يې د تعليم او اقتصاد په برخو کې ځينې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړې. د ټوکرو او شهدو پر مشهور تجارت سربېره د ټرانسپورټ په برخه کې هم افغان مهاجرينو ډېره پانګونه وکړه، چې نه يوازې خپل اقتصاد يې پر پښو ودراوه، بلکې د کوربه هيوادونو اقتصادي حرکت کې يې هم د پام وړ مثبت رول ادا کړی دی.
په تېرو څلورو لسيزو کې افغان مهاجرينو، له ځينو فردي قضيو پرته، د کوربه هيوادونو په کورنيو مسئلو او سياسي موضوعاتو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې، بلکې ټولې هڅې يې پر خپل کاروبار متمرکزې کړې دي. دغه راز کوربه هيوادونو يې هم تر ډېره حده مېلمه پالنې ته پاملرنه کړې ده. په ځانګړ ي ډول د تعليم او صحت په برخو کې يې د خپلو وګړو په څېر له توپير او تبعيض پرته ښه او غوره چلند ورسره کړی دی.
اوس چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه کړې ده، دغه موضوع
د ستونزو بعد يې دا دی، چې رښتيا هم له کار او تعليمه محرومېدل د راستنېدونکو افغانانو لپاره ستره او جدي ستونزه ده، دغه راز اسلامي امارت ته هم، چې لږ وخت کيږي د چارو واګي يې په لاس کې اخيستي، د دومره ډېرو وګړو خوراک، څښاک، روغتيا او استوګنې ته رسيدګي عمده ستونزه ده، خو د دې معنا دا نه ده، چې موږ يې يوازې خپل مسئوليت په رسنيو کې په څو جذباتي خبرو ادا وبولو، بلکې ملت او حکومت دواړه مکلف دي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په ټول توان رسيدګي وکړي او دغه راز نړيوال بشري نهادونه او ټولنې هم بايد خپل مسئوليتونه سرته ورسوي.
اسلامي امارت د خپلو وګړو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يو عالي کمېسيون جوړکړی دی او په بيلابيلو برخو کې يې د بيرته راستنېدونکو د لاسنيوي لپاره چمتوالی نيولی دی. شتمن افغانان او ټولنې هم بايد په دې برخه کې له حکومت سره په ګډه مرستې وکړي او خپل رسالت ادا کړي.
او د فرصتونو او ګټې بعد کې يې بيا له ټولو لويه ګټه دا ده، چې خپل وګړي به خپل هيواد ته راستانه شي او بيا به ترې کوربانه هيوادونه پر افغان حکومتونو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د فشار په توګه کار نشي اخيستلی. بل دا چې په تعليمي او اقتصادي برخو کې دغه افغان کډوال ډېر ښه کدرونه لري، له راستنېدو وروسته به په حکومتي او شخصي ادارو کې ورته د فعاليت زمينه برابره شي او د هيواد په رغونه او پرمختګ کې به يې له استعداد او انرژۍ څخه مثبته ګټه واخيستل شي.
او بل دا چې دغو افغان کډوالو په کوربه هيوادونو کې په پراخه کچه پانګونه او سرمايه ګذاري کړي، که هغوی دغه پانګونه په خپل هيواد کې وکړي او حکومت ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي، د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې به ډېرې ښې پايلې ولري.