ګزارش

د مهاجرت نړیوال سازمان له یو استازي سره د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د پلان ریاست د مسوولینو لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي خان محمد سلطاني سره ناسته ترسره کړه.

سه شنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د دولتي ورځپاڼې خبریال ته لیکلي دي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان له استازي خان محمد سلطاني سره ناسته ترسره کړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې او د مهاجرت نړیوال سازمان استازي د حرفوي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره تل هڅه کوي چې د نړيوالو سازمانونو په جذبولو سره د خلکو او ځوانانو ستونزو او اړتياوو ته رسیدګي وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button