اقتصاد

د منځنۍ آسیا هېوادونه هېواد کې د کانونو کیندنې ته لېوالتیا لري

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روسیې، قزاقستان او ازبیکستان یو شمېر لویو شرکتونو د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روسیې، قزاقستان او ازبیکستان یو شمېر لویو شرکتونو د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه وزارت مسوولین د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو د بهرنیو شرکتونو د پانګونو هرکلی کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وویل: « د افغانستان د نفتو په برخه کې د منځنۍ اسیا شرکتونو لېوالتیا ډېره زیاته شوې. په دې وروستیو کې مو له  ازبیکستاني شرکتونو سره کتنې لرلې. د کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر ګازي او نفتي ساحې د پانګونې لپاره اعلان ته ورکړي دي چې د هرات د نفتو او ګازو ساحه هم پکې ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د نفت او ګازو پر کانونو د بهرنیو شرکتونو پانګونې مهمې ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « هر بهرنی شرکت چې افغانستان کې پانګونه کوي، اقتصادي او بانکي امنیت ډېر مهم دی، ځکه هغه شرکت باید ډاډه شي چې پانګه یې خوندي ده.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو لمخې، افغانستان په څه باندې ۲۰۰ زره کیلومټره مربع پراخوالي کې د نفت او ګازو سرچینې لري؛ خو بیا هم د نفت او ګازو له اړخه نږدې ۹۰ سلنه اړتیاوې د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button