سیاست

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکی:افغانستان کې فساد له منځه تللی او مهم پرمختګونه شوي دي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي تیره ورځ د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي تیره ورځ د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو سره وکتل.

مولوي امیرخان متقي په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کونکي ته وويل چې په تېرو کلونو کې ستونزه داوه، چې بهرنيو راپور ورکونکو د افغانستان حساسيتونه نه شوای درک کولای، خو اوس ستاسو اوږدې کاري تجربې ته په کتو امید شته، چې وتوانيږئ د حکومت د لاسته راوړنو او د ولس د غوښتنو منعکس کولو سره افغان حکومت او نړيواله ټولنه سره نږدې کړئ.

په ورته وخت کې فریدون هادي سينيرلي اوغلو وويل له هغه وخت نه چې د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي دنده ور سپارل شوې، د مختلفو غړو هېوادونو سره يې خبرې اترې کړي او داسې احساسوي، چې نړيواله ټولنه ليواله ده، چې له اسلامي امارت سره ښکېلتيا کې ښه والی راولي ځکه چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، سوله او ثبات رامنځته شوی، فساد له منځه تللی او مهم پرمختګونه شوي دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سمييزو لویو پروژو پلي کولو کې مهم رول لوبولای شي نو له همدې کبله په افغانستان کې ثبات ارزښت لري او هيڅوک هم نور دلته جګړه نه غواړي. اوغلو زياته کړه، چې له دې ټولو سره سره نړيواله ټولنه ځينې اندېښنې لري چې اسلامي امارت يې بايد له پامه ونه غورځوي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې ټینکار وشو، چې د موضوعاتو د حل په اړه بايد خبرو اترو ته دوام ورکړل شي او د افغانستان په هکله خپرېدونکو راپورونو کې دې واقعيتونه منعکس شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button