سیاست

د ملګرو ملتونوځانګړی پلاوی له مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې: اسلامي امارت په بېلابېلو  برخو کې مهم پرمختګونه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال او کفيل مولوي عبدالکبير وړمه ورځ  له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ښاغلي فريدون سينيرلي اوغلو او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.په پيل کې ښاغلي فريدون هادي سينيرلي اوغلو وويل: کمه موده کېږي چې د ملګرو ملتونو له لورې راته د خپلواک ارزوونکي ترڅنګ د افغانستان په اړه د راپور جوړولو دنده سپارل شوې ،چې څه ډول کېدای شي د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړېکې پياوړې شي.نوموړي زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې جنګ ختم شوی او دا دوه کاله کېږي ،چې اسلامي امارت پر ټول هيواد واکمن او سوله او ثبات پکې رامنځته شوی دی. اسلامي امارت د امنيت د تامين، فساد ضد مبارزې او نشه يې توکو د له منځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي چې نړيواله ټوله يې قدرداني کوي او چارې يې له نږدې څاري.ښاغلي فريدون هادي سينيرلي اوغلو وويل: نړيواله ټولنه غواړي اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري.نوموړي همداراز زياته کړه، چې افغانستان په سيمه کې د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سترو سيمه ييزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري، له دې امله په افغانستان کې داخلي ثبات او د امنيت تامين زيات ارزښت لري، نړيواله ټولنه په افغانستان کې د داخلي امنيت د ټينګښټ ترڅنګ له ګاونډيو هيوادونو او سيمې سره د ښو روابطو جوړولو ته ارزښت ورکوي او غواړي د افغانستان د داخلي امنيت تامين او ثبات همداسې دوام ومومي.

وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال او کفيل دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانستان د ملګرو ملتونو د لومړنيو فعالو غړو هيوادونو له ډلې وباله وې ويل: افغانستان د دې سازمان د تاسيس په دوهم کال د ياد سازمان غړيتوب ترلاسه کړی او غواړي په راتلونکي کې هم د هيوادنيو ګټو په نظر کې نيولو سره ددې سازمان ژمن او فعال غړي واوسي.مولوي عبدالکبير د دې په څرګندولو سره، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول ته د قدر په سترګه ګوري او د دوی د مثبت رول لاپياوړتيا غواړي وويل: موږ د امنيت شورا وروستۍ ناستې ته د ملګرو ملتونو  د سرمنشي د ځانګړې استازې د اعلاميې د ځينو برخو هرکلي کوو، چې په افغانستان کې يې پرمثبتو بدلونونو اعتراف کړی.د رياست الوزراء سياسي مرستيال او کفيل زياته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې مثبت تعامل غواړي او هيله من دي ،چې تاسو د دې تعامل لپاره لاره هواره کړئ. اسلامي امارت په نړيوالو رقابتونو او سياستونو کې ناپييلي دريځ لري او هېڅکله به د يو اړخ د خوشحالولو لپاره د بل اړخ پر ضد دريځ ونه نيسي.مولوي عبدالکبير وويل: په افغانستان کې امنيت تامين دی ، دمخدراتو توليد او قاچاق بند شوي د جنايي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نيول شوې او لله الحمد افغانان په پوره ډاډ سره په خپل هيواد کې ژوند کوي.ده څرګنده کړه: اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دي، په اوسني نظام کې له موږ سره د افغانستان د هر قوم او ولايت خلک په لوړو او ټيټو بستونو کې کار کوي او هڅه کوو، چې لازيات متخصص او هيواد ته ژمن خلک په خپله اداره کې ځای پر ځای کړو.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې وويل: اسلامي امارت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي ،چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، په دې اړه موجودې بې بنسټه ادعاوې په کلکه ردوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button