ټولنه او کلتور

د ملګرتیا لپاره مسلمان،نېک او صالح ملګری انتخاب کړئ

53 / 100

انسان په خپل ژوند کې د ملګرو او انډېوالانو پیدا کولو ته ضرورت لري، باید انسان د خپلو ځینو چارو په مخته وړلو کې ملګري ولري، تر څو له هغوی ښې او نېکې مشورې واخلي، هغوی ورسره مرسته وکړي او د ده د بریا او کامیابۍ لاره  ور وښیي، نو د دې لپاره چې موږ په ژوند کې داسې ملګري ولرو چې نېکې مشورې راکړي، نېکه لار راته وښیي او د ښو کارونو پر کولو مرسته راسره وکړي نو باید موږ مسلمان،مؤمن،نیک او صالح ملګري انتخاب کړو، انسان چې له هر چا سره ملګرتیا کوي د هغه کس عادتونه او خویونه په کې پیدا کېږي، که یې ملګری نېک و او د ښه عادات خاوند و، د تقوی او پرهېزګارۍ خاوند و،نو په ده کې هم ارومرو تقوی، پرهیزګاري او نیک عادتونه پیدا کېږي او که یې ملګری خدای مکړه بد سړی و، بدعادتونه یې درلودل، فاسق یا بد انسان و، نو اثر به یې په ده کې هم ښکارېږي، ممکن د ده دغه بد عادات او خویونه یې په ملګري کې هم پیدا شي، نو کوښښ وکړئ چې نېک ملګری ولرئ او د بد ملګري څخه ځانونه وساتئ، د داسې ملګرو څخه لېرې و اوسئ چې تاسو ګناه ته راکشوي او د سمې او برابرې لارې څخه مو اړوي، د هغه کس د ملګرتیا څخه ځانونه وساتئ چې ستاسو سره پر ګناه او بدو کارونو مرسته او کمک کوي، تاسو ګناه ته بیایي، بلکې د داسې چا ملګرتیا وکړئ چې ستاسو سره د خیر پر کارونو کې مرسته کوي، ستاسو خیرخواهي غواړي او ملګرتیا یې د دي سبب کېږي چې د قیامت په ورځ مو هم په درد وموښلې او  ستاسو شفاعت وکړي،

د ترمذي شریف حدیث کې راځي: ژباړه؛ د حضرت ابي سعید رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم اورېدلي، چې هغه ویل: ملګرتیا مه کوه مګر د مؤمن سره او ستا ډوډۍ دې نه خوري مګر پرهېزګاره.

یعنې د داسې کسانو ملګرتیا وکړه چې مؤمن او نېک انسان وي او خپله ډوډۍ په متقي او پرهیزګاره کس باندې وخوره.

بله داچې له یوه کس سره ملګرتیا او انډیوالي د الله جل جلاله لپاره وکړئ، د الله جل جلاله د دین لپاره ملګرتیا وکړئ، داسې ملګری انتخاب کړئ چې ستا او دده محبت او ملګرتیا خاص او خاص د الله جل جلاله د رضا او د الله جل جلاله پر دین باندې وي،

لکه څرنګه چې د مسلم شریف په حدیث کې راځي: ژباړه؛ د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي:رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله جل جلاله د قیامت په ورځ وایي: چې چېرې دي هغه محبت کوونکي زما د جلال او عظمت لپاره، نن ورځ زه دوی ته سایه ورکوم خپل په سایي کې، هغه ورځ چې هېڅ سایه نه شته مګر زما سایه ده.

یعنې هغه کسانو چې زما د جلال، عظمت او زما لپاره، زما د رضائیت او دین لپاره یې محبت کاو،هغو کسانو ته نن زه خپل ترسایې لاندې سایه ورکوم.

نو راځئ که ښه او نېک ملګري لرو تر دې لا ډېر ورسره محبت او ملګرتیا وکړو او د هغوی ملګرتیا وساتو او که نېک ملګري نه لرو نو کوښښ وکړو چې د ځانو لپاره نیک او صالحه ملګري پیدا کړو او د داسې ملګرو څخه لرې شو چې زموږ آخرت ته تاوان او زیان پرې رسېږي.

یا الله جل جلاله زموږ ټوله ملګري راته وساتي او زموږ ملګرتیا نوره هم ستا د رضا لپاره وګرځوې او موږ ته د قیامت په ورځ خپل د عرش تر سایې لاندې ځای راکړي. آمین یا رب العلمین.

ح م عبدالله طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button