
د ملي ګټو ساتنه خامخا زور او قرباني غواړي!
دا چې اوس افغانستان له بهرني اشغاله را خلاص شوی، ټول افغان ولس د خپلواکۍ پرګټلو خوشالي کوي او د هېواد د ګردو معنوي او مادي ارزښتونو او ګټو ساتنې او دفاع ته ځان ژمن بولي، نو دا هم پرې لازمه ده چې بیدار او څارو به هم اوسي، ملا به هم ټینګه تړي او په دې لاره کې به ډول ډول ستونزو، ستومانیو او قربانیو ګاللو ته هم چمتو اوسي. ځکه ښکاره ده چې په دغه شان دریځ او ثابت هوډ پاتېدلو معنا داده چې د پردیو د مغرضو او ناروا مداخلو مخنیوی به کېږي او د هغوی زیاتره ګټې به له منځه ځي. د مثال په ډول د اشغال په موده کې زموږ د ځینو ګاونډیانو که یو څه مادي ګټې خوندي وې لکه بې توله اوبه چې ور بهېدلې، بې کیفیته ګاز او تېل به یې را تلل او ځینې غیر ضروري صادرات یې دلته خرځېدل، اوس یې هغه حالت نشته، ځکه د اوبو حساب ورسره کېږي، بې کیفیته ګاز او تیل یې له سرحده بېرته ګرځول کېږي او غیر ضروري صادرات یې یو مخ بند شوي، همدا راز یې د فکري او کلتوري فعالیتونو مخه هم نیول شوې او دا مهال هېڅ بهرنی هم د افغانانو په بازار، کلي او کوڅه کې هماغسې خپلسري فعالیتونه نه شي کولی. یا لکه چې د اشغال پر مهال د بل ګاونډي او یا کلن ارمان پوره او د پرنګي د مالي او نظامي ځواک او ملاتړ پر مټ یې چې پر ډېورنډ کرښه پخې مور،چې تاڼې او جالونه ودرول او بیا یې پاسپورت او ویزه را باندې لازمي کړل، حال دا چې که هغه مهال یو خپلواک او ملي حکومت واکمن وی، نو هېڅکله یې دا ډول چارې نه شوې تر سره کولی. په همدې توګه اوس د لرې او نږدې ټولو هېوادونه غرضي لاسونه لنډ شوي، ګټې یې له منځه تللې او له هر چا سره د حساب، کتاب پر بنا وروري او ملګرتیا پیل شوې. ځکه خو پسې له څو لسیزو دا حالت زیاترو ته د منلو او زغملو نه دی او له همدې امله هر یو د خپل مرورتوب او خپګان لپاره جلاجلا پلمې او بانې لټوي. لنډه دا چې که اوس په رښتینې معنی افغانان د خپلواکۍ او ملي ګټو ساتنه او دفاع غواړي او پر همدې هوډ کلک درېږي، بیا نو حمتی ده چې خورا سختې ستړې او ستونزې به ګالي، زښته ډېر کار او زیار به کوي، تر کومه به پر لوږه او بې وزلۍ صبر کوي، د هېواد پر بنسټیزو پروژو به کار کوي، له بې ځایه مصارفو او عیاشۍ به کلکه ډډه کوي او په دې ډول به کرار کرار د ځان بسیاینې پړاو ته رسېږي، د خپلې ځمکې او فضا واک به ترلاسه کوي او بالاخره به دپردیو له احتیاجه خلاصېږي. د همداسې یو نېکمرغه دوران په هیله.