سیاست

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۵ البدر قول اردو په ۳مه لوا کې ۱۸ زغره وال ټانګونه ترمیم شول.

ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي، چې (د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې لوا ابوُدجانه د تخنيکي ټيم د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې ۱۸ زغروال ټانګونه چې د فتحو په جریان کې ویجاړ شوي وو، په بریالیتوب سره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.)
‏سرچينې زياته کړې، چې دغه ټانکونه په اساسي ډول ترمیم شوي او د اړتیا په صورت کې به ترې ګټه واخیستل شي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت تر دې وړاندې هم سلګونه پوځي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button