سیاست

د ملي دفاع سرپرست:هغه لاسونه به لنډ کړو چې د قوش تېپې کانال مخه نیسي

د ملي دفاع سرپرست وزیر د قوش‌تېپې کانال پروژې د دویم فاز د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې هغه لاسونه پرې کړي، چې د دې پروژې مخه نیسي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د قوش‌تېپې کانال پروژې د دویم فاز د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې هغه لاسونه پرې کړي، چې د دې پروژې مخه نیسي. نوموړي وویل؛ ګاونډیان باید اندېښنه ونه کړي او سرپرست حکومت به هېڅکله هم د امو په سیند کې د ګاونډیانو پر حقوقو تجاوز ونه کړي. د دفاع سرپرست وزیر وویل، موږ غواړو خپل حق تر لاسه کړو او په دې برخه کې باید څوک خنډ راته جوړ نه کړي. په دې مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، که څه هم د سرپرست حکومت اوسنۍ بودجه د دا ډول سترو پروژو ترسره کولو اجازه نه ورکوله خو د غښتلې ارادې په پایله کې دا پروژه روانه ده. نوموړي زیاته کړه چې، د سرپرست حکومت له لوري سترې پروژې د هېواد په ځانګړي لوري پورې نه دي محدودې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button