
د ملي تياتر رياست د نندارو آمر((شمس الدين يوسفي)):د فرهنګي نندارو له لارې ټولنې ته د ځوانانو د خدمت وړاندې کولو روحيه پياوړې کوو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي تياتر رياست د هيواد شرايطو ته په کتو سره،چې څرنګه وکولی شي د سرغړونو،ناخوالو او نورو ټولنيزو ستونزو مخنيوی وکړي،د رويا فرهنګي او هنري نندارې پرجوړولو فعاليت پيل کړی او همدارنګه ځيني نورې نندارې يې هم د ماشومانو او ځوانانو د ويښولو او پوهولو په موخه د هنرستان په رياست کې وړاندې کړي،چې د ګډون کوونکو او فرهنګ پالو د خوښۍ لامل شوې.د هيواد ورځپاڼې خبريال په دې تړاو يو رپوټ چمتو کړی،چې خپرېږي.
د ملي تياتر رياست د نندارو آمر شمس الدين((يوسفي)) وايي:موږ غواړو هغو ځوانانو ته،چې له طبي،انجنيري او نورو پوهنتونونو فارغېږي د فرهنګي نندارو له لارې يې د خدمت کولو روحيه يې پياوړې کړو ؛ځکه داسې ډاکتران او انجنيران وينو، چې يوازينۍ هيله او غوښتنه يې پېسې ترلاسه کول دي نه خدمت وړاندې کول.
دی وايي:د پخواني نظام په سقوط سره د افغانستان اسلامي امارت واکمن شو. په پيل کې موږ وېره لرله،چې زموږ فرهنګي فعاليتونه به ودرېږي؛خو د خدای په فضل داسې ونه شول .د شکر ځای دی،چې موږ ته بېرته د فرهنګي فعاليت زمينه برابره شوه او اوس د خلکو او نظام په خدمت کې يو.د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت،چې کله، زموږ فرهنګي او هنري فعاليتونه له نږدې وليدل ډېر خوښ شول.مخکې له هغې زموږ د فعاليت په اړه ډاډمن نه وو.دغو مشرانوچې زموږ د فرهنګي فعاليت کوالټي او پياوړتيا وليدله د تياتر په فرهنګي ارزښت پوه شول.تياتر د ټولنې لارښود او د اصلاح لپاره يې منځ ته راغلی او کولی شو د ښوونکي يا معلم خطاب ورته وکړو.موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشران خپلو فرهنګي ننداروته راوبلل،چې زموږ فعاليتونه له نژدې وويني او وروسته د هغو په اړه قضاوت وکړي.زموږ له انده که چېرې يو هيواد تياتر ونه لري هغه به له فرهنګ پرته ژوند کوي.د نړۍ ټول هيوادونه د تياتر ادارې لري او دخپلو هيوادونو مثبت فعاليتونه د نندارو د وړاندې کولو له لارې خلکو ته ور ښيي او همدارنګه د منفي فعاليتونو د مخنيوي لپاره مسئولين او خلک متوجه کوي.کله،چې وغواړو د يوه هيواد له فرهنګ او دودونو ځانونه خبر کړو،نو اړينه ده،چې د هغه له تياتر څخه ليدنه وکړو،نو ويلی شو،چې تياتر د يوه هيواد د فرهنګ،ادب او تاريخ…څرګندويي کوي.
ښاغلي يوسفي زياته کړه: کله،چې مسئولين ستيژ ته راغلل، زموږ فرهنګي فعاليت يې ډېر خوښ شو او د ټولو ليدونکو په حضور کې ګران مالي او اداري معين موږ هريوه ته پنځه پنځه زره افغانۍ راکړلې.کله،چې د دويم ځل لپاره زموږ فرهنګي ننداره وړاندې شوه دا ځل يې هم هر يوه ته دوه دوه زره افغانۍ راکړلې.سر بېره پر دې،چې کله زموږ دريمه ننداره وړاندې شوه معين صاحب ودرېد او موږ يې بيا هم په نغدو پيسو ووياړلو.د مادياتو مسئله به يوې خواته پرېږدو،خو معنوي تشويق زښته ډېر ارزښت لري.سر بېره پردې يوه بله ننداره د سر زمين من په نامه موږ له افغانستانه د امريکايی ځواکونو د وتلو په مناسبت هم د ملي راډيو تلويزيون په تالار کې وړاندې کړه له موږ څخه ډېر تود هرکلی وشو.د دغې نندارې ليدلوته ډېر مسئولين،ليکوال او فرهنګيان راغلي وو.ياده ننداره په ژوندۍ بڼه وړاندې شوه .موږ په دې وياړو،چې د مسئولينو له خوا زموږ فرهنګي او هنري فعاليت ته ارزښت ورکړ شو.موږ له دغو مسئولينو ډېر منندوي يو.په دې زماني موده کې مو په لسهاوو نورې نندارې هم وړاندې کړي دي.هره ننداره،چې اجراء شوې مسئولينو له مادي او معنوي پلوه تشويق کړي يو. موږ غواړو هغو ځوانانو ته،چې له طبي،انجنيري او نورو پوهنتونونو فارغېږي د خدمت کولو روحيه يې پياوړې کړو ؛ځکه داسې ډاکتران او انجنيران وينو، چې يوازينۍ هيله او غوښتنه يې پېسې ترلاسه کول دي نه خدمت وړاندې کول.دغه کسان په دې خوشحالېږي چې خلک ورته د ډاکتر يا انجنير خطاب وکړي.له هرڅه د مخه موږ بايد د خپلو ملي ګټو،اسلامي ارزښتونو او دخپلې خاورې د بشپړتيا له پاره خپلوخلکو او هيواد ته خدمت وکړو.له بده مرغه داسې کسان لږ دي،چې د خپلو ملي ګټو فکر ورسره وي.اوس زموږ په هيواد کې ډېر سلنه طبابت په سوداګري بدل شوی،په داسې حالت کې،چې زموږ خلک څومره بېوزلي او وږي شوي دي.کله،چې څوک د يوه عادي رېزش لپاره ډاکتر ته ورځي ډاکتر بايد د هغه اقتصادي حالت ته ځير شي،چې څومره وس لري؟ د د غسې عادي ناروغۍ لپاره ناروغ ته څو ډوله لابراتواري معاينات ورکوي لکه تورژېړی، عادي ژېړی او همداسې د وينې نورې معاينې.کابو دوه زره افغانۍ د معايناتو،درې يا دوه نيم سوه د ډاکتر فيس او همدارنګه زر افغانۍ د درملو په اخيستلو لګول کېږي،چې له درې زرو افغانيو اوړي .د دولت کارکوونکي له شپږ زرو افغانيو تر لسو زرو يا ديارلس زرو افغانيو پورې معاش لري. د خوړو د برابرولو او همداسې د کور کرايې د پېټي څنګه ووځي؟ موږ په داسې شرايطو کې ژوند تېروو،چې دغه کار کوونکي خپلو اولادونو ته د ډوډۍ په برابرولو کې پاتې راغلي دي.د يوې عادي ناروغۍ لپاره دومره لابراتواري ډېرو معايناتو او درملو ته څه اړتيا ده.کله،چې څوک ناروغ شي او ناروغي يې زياته وي، د خلکو بنياد اېستل کېږي.موږ بيا هم خپلو ځوانانو ته دا توصيه کوو،چې د خپل ولس لپاره چې جګړه ځپلي،ځورېدلي او کړېدلی دی خدمت وړاندې کولو ته يې ور ودانګئ.نور نو ولس مه غولوئ له دې وروسته ناوړې ګټې ترلاسه کول ودروئ . زموږ اکثريت خلک،هند،پاکستان او جرمني ته د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره د تللو وس بالکل نه لري.ډېر لږ کسان د خپلو ناروغيو د درملنې لپاره يادو هيوادونو ته تللی شي.بياهم زه خپله خبره تکراروم،چې ځوانان کله د طبابت له څانګې خلاصېږي بايدخپلو ملي ګټو ته ژمن وي او ارزښت ورکړي ،چې د خپلو بېوزلو او جګړه ځپلو خلکو لاسنيوی وکړای شي.دغو حقايقو ته په کتو سره موږ د روياها نندارې پر جوړولو او د هغې په وړاندې کولو فعاليت پيل کړی دی.د دغې نندارې ليکوال د افغانستان د ملي تياتر نامتو څېرې محمد شريف ((سروري))څخه ډېر منندوی يو،چې دغه ګټوره ننداره يې ليکلې، ده تل له موږ څخه ملاتړ کړی دی.د ده ننداره ليکونه ديني، فرهنګي،ادبي او ټولنيز ارزښت لري.اوس د رويا نندارې ته د ستيژ پر سر د وړاندې کولو تياری نيول کېږي.
يوسفي د دويم ځل لپاره د دروغ شاخدار نندارې د وړاندې کولو څرنګوالی بهيرته په کتو سره وايی:موږ دغه فرهنګي ننداره مخکې وړاندې کړې وه، خو د مالي او ادارې معين ،فرهنګي معين او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ د ګران وزير له خوا د پاملرنې وړ وګرځېده.د دغې نندارې منځپانګه پر دې حقيقت چورلېده،چې ځېنې رسنۍ او ټولنيزې شبکې،چې له يوې وړې پېښې لويې پېښي او غرجوړوي حکايت کوي.دغه کسان د وړومنفي پېښو په خپرولو کې مبالغه کوي ،له حقايقو څخه تېرېږي او له دې لارې زموږ د ربړېدلو،کړېدلو او بېوزلو خلکو ذهنيت مغشوشوي.سربېره پر دې زموږ يو شمېر هيوادوال بهرنيو هيوادونو ته تللي او له هغه ځای څخه د افغانستان د حالاتو په هکله ناسم قضاوتونه کوي. زموږ د هيواد اوسني شرايط دا غواړي،چې خپلو خلکو ته قلباً قوت او روحيه ورکړو او پياوړې يې کړو،چې د اسلاميت ،انسانيت او ورورولۍ خواته ولاړ شو.
ده زياته کړه: د هنرستان رياست له ملي تياتر څخه د دغسې فرهنګي نندارې د وړاندې کولو غوښتنه وکړه،چې د دغې ادارې د مني د نقاشۍجشنوارې په مراسمو کې وړاندې شي.همدا لامل و،چې موږ ياده ننداره د دويم ځل لپاره په هنرستان کې وړاندې کړه.په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرمسئولينو سربېره دهنرستان زده کوونکو او ډېرو نورو فرهنګيانو ګډون کړی و او موږ ډېر تشويق شوو. له پيسو پرته له معنوي پلوه وهڅول شو،چې دا کار ډېر ارزښت لري.
د ملي تياتر د نندارو آمر خپلو نورو پروګرامونو ته په کتو سره وايي:هغه ګډوډۍ، ناخوالې او ستونزې،چې زموږ په ټولنه کې شتون لري، هغو ته د پای ټکي د اېښودلو په موخه د نورو فرهنګي نندارو د وړاندې کولو هوډ هم لرو او که خدای کول هغه به هم وړاندې شي.زموږ هڅې د فرهنګي، اسلامي،ادبي او تاريخي ارزښتونو په اړه،چې ښوونيز اړخ به ولري دوام لري.
د انصاري ليسې فارغ صالح وايی:د ملي تياتر د فرهنګي نندارو د وړاندې کولو په غونډه کې مې څو ځله ګډون کړی ،ډېرې په زړه پورې وې.که موږ وغواړو،چې د ټولنې ستونزې او ناخوالې،چې پيدا کېږي د ملي تياتر د فرهنګي نندارو د وړاندې کولو له لارې ښې انځور کېدای شي.په دې بڼه يې پر خلکو اغېزه ډېره وي او سرغړوونکي هم دې ته حاضرېږي،چې قانون ومني او د خپلو خلکو خدمت ته ورودانګي.زه له ماشومتوب راهيسې له تياتر سره مينه لرم.زه کله،چې د ښوونځي زده کوونکی وم ملي تياتر ته د فرهنګي نندارو د وړاندې کولو لپاره ورتلم او ډېر شيان مې د تياتر له پروګرامونو زده کول.زه له ملي تياتر څخه دا هيله لرم،چې خپلو فرهنګي او هنري فعاليتونو ته پراختيا ورکړي،چې پرزده کوونکو سربېره نور وګړي يې هم له ګټو برخمن شي .
د استاد خليل الله خليلي ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی نويد وايي: په ټولنه کې،چې کومې سرغړونې او ستونزې شتون لري ، تياتر ځوانان او ماشومان له هغو څخه خبروي او همدارنګه هغه کسان،چې سرغړوونکي دي هغوي هم تشويق کوي،چې پر قانون پښه کښې نږدي او که نه نو د قانون په منګولو کې به را ګير شي.زه له تياتر سره ډېره مينه لرم،ډېر وخت له ملي تلويزيون او خصوصي تلويزيونونو څخه هنري نندارې وينم او ورڅخه خوند اخلم.تياتر د يوې هېندارې حيثيت لري،چې د ټولنې وګړي کولی شي په هغه کې خپل تصوير وګوري.موږ د تياتر له لارې کولی شو خپله ټولنه او کومې ستونزې،چې په کې شتون لري ووينو او د مخنيوي لپاره يې لارې چارې وپلټو.دروغ شاخدار ننداره زما ډېره خوښه شوه او له تياتر څخه د رويا او نورو فرهنګي نندارو د ووړاندې کولو هيله لرم. ((نوري))