سرلیکنې

د ملي او ټولګټو پروژ پيل د پرمختګ پر لور ستر ګام !

د مزار ـ شبرغان د ګاز پايپلين پروژې د چارو له پيلېدو سره سم د سرپل د قشقرې د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج چارو پيلېدل د هيواد د پرمختګ پر لور يو بل ګام دی، چې افغان ملت يې پر اورېدو خوښي څرګندوي او پر خپل حکومت يې باور ټينګوي.

د مزار ـ شبرغان د ګاز پايپلين پروژې د چارو له پيلېدو سره سم د سرپل د قشقرې د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج چارو پيلېدل د هيواد د پرمختګ پر لور يو بل ګام دی، چې افغان ملت يې پر اورېدو خوښي څرګندوي او پر خپل حکومت يې باور ټينګوي. د افغانستان اسلامي امارت او چارواکي يې هم ژمن دي چې د خپل ځورېدلي ملت پر ټپونو د مرهمو پټۍ کېږدي او د خپل ولس هغه خوبونه رښتيا کړي، چې د اسلامي امارت په وجود کې يې ليدل. د مزارـ شبرغان ګاز د پايپلين پروژه ، چې د ۶۰۹ ميليونوافغانيو په لګښت به يې چارې بشپړې شي، د افغانستان د اسلامي امارت له لوري يې چارې پرانيستل شوې، چې موږ يې دهيواد د پرمختګ او ترقۍ په لاره کې يو ګټور ګام بولو، همدارنګه ترڅنګ يې د سرپل د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج چارې هم ستايو. دا ټول هغه څه دي چې هېڅوک پرې سترګې نشي پټولی . همداراز دې ته ورته نورې په لسګونو غټې اووړې پروژې ، چې ځينې يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او پرځينو يې لااوس هم کار روان دی چې ډېرژور به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وړاندې شي. که موږ پخپلو کې سره يوموټی شو او د خپل ګران او محبوب هيواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره مټې راونغاړو ، لرې نه ده چې زموږ د هيواد او ملت د قسم خوړلو دښمنانو هغه شومې هيلې به هم  پر اوبو لاهو شي، چې غواړي د خپلو هلو ځلو په پايله کې د ولس او حکومت ترمنځ واټن ايجاد کړي، اوبه خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي. اوس له بل هروخته افغان مؤمن او مېړنی ملت پرخپل نظام باوري شوی او حکومت هم ورځ په ورځ خپلو هغو ژمنو ته دعمل جامه ور اغوندي، چې د ا څلورلسيزې يې افغانانو انتظار اېسته.

د مزارـ شبرغان د ګاز پايپلين دغه پروژه چې ټول لګښت يې د اسلامي امارت له بوديجې څخه ورکول کېږي او د دريو کلونو په موده کې بشپړېږي، په بشپړېدو سره به يې د مزارشريف ښار ټولو کورونو ته ګاز ورسېږي، د يادې پروژې تخنيکي چارې د داخلي انجنيرانو پرمټ ترسره کېږي او دکودو برق فابريکې ترڅنګ به جين ګلاس، غنضفر ګروپ او يوشمېر نوروفابريکو ته هم ګاز ورسوي او په فعاليتونو کې به يې چټکتيا راشي. ياده پروژه په څلېرويشتو ساعتونو کې د ۱۷۰ زره مترو مکعبو ګاز و په ۵۰ اتمسفير فشار سره د انتقال وړتيا لري، چې د هيواد د ترقۍ په لار ،کې ستره لاسته راوړنه او د پرمختګ پر لور چټک ګام دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button