سرلیکنې

د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د افغانیو ترویجول یو مهم شرط دی

 جوته ده چې د اشغالګرو له خوا د راتپل شوې جګړې په موده کې زموږ پر هېواد خو را سختې سړې او تودې ورځې راغلې نو لکه چې بازارونه ونړېدل، کلي سپېره شول، سیاسي مرکزیت په خانۍ، بدماشۍ او ملکۍ بدل شو او د عام ولس ترمنځ د دښمنۍ او تعصب تخمونه وکرل شول، همداسې اقتصادي بنسټونه هم تالا ترغه شول- داچې د جنګ  جګړو له  امله د هېواد کورني پیداوار،  تولیدات او صادرات تقریبا صفر ته راولوېدل نود ټول هېواد مالي اتکا یوازې هغو نغدو پیسو پورې تړلې وه چې یرغلګرو جهتونو به خپلو اجیرانو ته ورکولې- تردې چې د شوروي اشغال په زمانه کې خودوو ډلوته جلاجلا افغاني نوټونه چاپېدل چې دهماغو جعلي کاغذونو پرمټ به یې د نورو هېوادوالو د لاس تڼاکې او د خولې روزي خپل ځان ته جذبوله او بالاخره یې ارزښت هم دتوت پاڼو سره مساوي شو- د صلیبي شل کلن اشغال پروخت هم د هېواد ټول اقتصاد پر امریکايي ډالرو ولاړو- په دې  توګه چې نه یوازې د اجیرې ادارې نظامي او ملکي لګښتونه د  امریکې او ناټو له خزانو پوره کېدل، په عام ولس کې هم د بېلا بېلو طبقو د غولونې لپاره د رشوت، تشویق او بوختولو په موخه کروړونه ډالر  مصرفېدل، چې تدریجا یې دا زیارکښ ملت تیارخورۍ ته ورټېل واهه او د ژوند هره برخه یې وارداتي سامانو پورې وتړل شوه- اوس چې د څښتن تعالی په لوی فضل افغان ولس خپلواکي ترلاسه او دنظام په هیڅ برخه کې د خارجي سلاکارانو د مشورو یا پردیو د فشارونو څه مجال نشته، سراسري امنیت ټینګ شوی او د حکومت هره وړه او ستره اداره فقط پرخپلو موجودو وسایلو اټکل او محاسبه کوي، نو لازمه ده چې په لومړي سرکې د خپلو ملي پیسو د قیمت ساتنې، ثبات او ترویج لپاره هم  اړین ګامونه واخیستل شي- داچې افغانۍ زموږ ملی سکه او د تاریخي هویت یوه مهمه  نښه ده نو په کارده چې حکومت او رعیت په ګډه د دې ارزښت وساتي، له نوساني حالته یې وژغوري او داسې ثبات ورکړي چې هیڅ پانګوال یې نه په ساتنه اوزېرمه کولو کې اندېښمن وي او نه په  معاملاتو کې نغد او پورته غمجن. له بده مرغه تېرو شلو کلونو کې سره له دې چې ډېری هېوادوالو د خپلو ملي پیسو د ارزښت، ثبات او ترویج پوره لېوالتیا لرله خود بهرني اشغال په سیوري کې یوشمېر بهرنیو او کورنیو مافیایي کړیو د افغانیو د  بې ارزښته کولو او ډالرو ترویجولو په موخه څو ډوله شیطاني پلانونه ترلاس لاندې نیولي او د افغان ولس د شتمنیو تروړلو ته دوام  ورکړی وو- البته د اسلامی امارت مسوولین د غې ستونزي ته کاملا متوجه او د دغسې ملی خیانتونو د مخنیوي لپاره ترخپلې وسې هڅه هاند کوي چې دادی تر ډېره حده یې افغانیو ته ثبات هم په برخه شوې دی- خو بیاهم ځینې چارې نیمګرتیا لري او بشپړه بریا نه ده تر لاسه شوې- د مثال په ډول د ترویج په برخه کې یې د هېواد جنوبي سیمې لاهم ډېر مشکلات لري- بنا پردې ضروري ده چې سیمه ایز چارواکي دې موضوع ته ښه پام لرنه او د بهرنیو اسعارو د چلند کلک مخنیوی وکړي- دغه راز د ځینو راپورونو په اساس له هېواد نه د ډالرو قاچاق لاهم روان دی چې طبعا دلته یې دګرانېدو لامل ګرځي.

نو باید چې په دې هکله هم لازم اقدامات  وشي- سربېره پردې ډېری سوداګر  که څه هم کورني تولیدات پلوري، په دې ناوړه احساس چې ډالر ګران دی، خپلې ملي پیسې بې ارزښته کوي او د ځاني ګټې لپاره یوه لارجوړوي- په دې اساس دغه د ډالرو زیاته کارونه او ورباندې  ډېر حساب کول هم د  افغانیو د بې ثباتۍ لامل ګرځي او په  دې توګه بیانو لږ خلک په دې پیسو لویو معاملوته زړه ښه کولی شي- لنډه داچې دغو ګردو مواردو کې د حکومتي چارواکو له خوا جدي هڅو ته  اړتیا لیدل کیږي، هغه که تبلیغاتي وي، تخنیکی وي او که تریوحده د زور او فشار کارول وي – ښایي په دې توګه اقتصادي برخه کې د هېوادوالو دغه ستونزه هم اوراه او مالي تعاملاتو کې بشپړ اطمینان ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button