اقتصاد

د ملتونو د پرمختګ راز په علم او صنعت کې دی!

تر ۱۹مې میلادي پیړۍ وړاندې دا تصور چا نه شو کولای، چې یو کوچنی هیواد دې د نړۍ (۷۰) سلنه پانګې څښتن شي او دا چاته د منلو وړ نه وه، چې یو کوچنی هیواد دې دومره جغرافیه او خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې لمر دې لا نه شي په کښي ډوبیدای.

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

تر ۱۹مې میلادي پیړۍ وړاندې دا تصور چا نه شو کولای، چې یو کوچنی هیواد دې د نړۍ (۷۰) سلنه پانګې څښتن شي او دا چاته د منلو وړ نه وه، چې یو کوچنی هیواد دې دومره جغرافیه او خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي، چې لمر دې لا نه شي په کښي ډوبیدای.

مګر دا هر څه په ۱۹مه پیړۍ کې ممکن شول، دا هغه وخت وو، چې د برېتانیا امپراتورۍ د نړۍ ډیری شتمني له ځان سره درلوده او د نړۍ پر مهمو برخو یې واک تر لاسه کړ. پوښتنه دا ده: کوم شي بریتانیا دا حالت ته ورسوله، چې له سیاسي، نظامي او اقتصادي اړخه دې د نړۍ په یوه لوی قدرت بدله شي او څنګه یې وکولای شول چې اسلامي خاورې دې له منځني ختیځ څخه تر افغانستان پورې اشغال کړي، عثماني خلافت دې نسکور او خپل آرزښتونه دې خپاره کړي؟!

صنعتي انقلاب د سیاسي او اقتصادي قدرت معادله بدله کړه. له صنعتي انقلاب وروسته تر نن ورځې دقدرت، سیالي او خپلواکي د همغه هیواد د صنعت پر محور راڅرخي. دا انقلاب په لومړي ځل په انګلستان کې رامنځته شو، ځکه خلګو یې د قدرت په اړه فکر کاوه او بریتانوۍ ټولنې دا ذهنیت درلود چې د نړۍ سره باید سیالي وکړي. بریتانویانو ددې لپاره چې د هغه مهال د آسیا تر ټولو لوی اقتصاد ته چې هند او چین وو، ماته ورکړي، نو ټولیزو هڅو، اختراعګانو او ابتکارونو ته یې مخه کړه. د عامو خلګو ذهنیت او ټولیزه روحیه یې دا وه، چې له نورو څخه باید مخکې شي او د همدې روحیې پر اساس بریتانیا د نړۍ تر ټولو لوی قدرت شو. د بخار د ماشین مخترع جیمز واټ چي د بریتانیا څخه وو، چې په صنعتي انقلاب کې یې اساسي رول درلود او همداسې د اقتصاد د برخې نوښتګر لکه، آدم سمیت هم له بریتانیا (سکاټلنډ) سره تړاو درلود.

د بریتانیا وروسته نورو هېوادونو لکه: جرمني، د امریکا متحده ایالاتو، جاپان، شوروي او داسې نورو هم دا درک کړه، چې نړیوال نظم د دولتونو د سیالۍ پر اساس مخته ځي. دا سیالي د قدرت پر اساس رامنځته کیږي او تر ټولو لوی قدرتمند هغه دی، چې نظامي صنعت یې تر نورو غوره وي. هغوی دا درک کړه چې د صنعتي کیدو لپاره د ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او د ټولنې روان باید داسې جوړ شي، چې په ځان کې د ابتکار، هڅې او سیالۍ احساس را پیدا کړي او په خلګو کې د جمعي روان د رامنځته کولو لپاره یو اغیزناک اسلوب د ښوونځیو جوړول وه. هغه دولتونه چې نن ورځ یو صنعتي قدرت بلل کیږي، هغوی د خپلو خلګو د روان جوړولو او د خپلې ټولنې د روزنې لپاره پر ساینسي تفکر او تجربي فکر پانګونه وکړه او د مخترعینو او مفکرینو ملاتړ یې وکړ. همدارنګه په بنسټیز ډول لویو نړیوالو هیلو ته د خپلو خلګو د رسیدو لپاره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو په جوړولو لاس پورې کړ او هغه یې پر خلګو جبري او عمومي کړل. په ښوونځيو کې د دوی د مذهبي آرزښتونو د تدریس تر څنګ به هلته رهبران، کارکوونکي او متخصصین روزل کیدل او وروسته به ټولنې ته وړاندې کیدل. دا سیسټم ددې لامل شو چې ټولنه د فکر کولو لپاره وهڅول شي، خلګ فکر وکړي او نوښت رامنځته کړي.

دا نوښت هم د افکارو په برخه کې وو، او هم د ساینس په برخه کې، لکه څنګه چې د اسلامي خلافت په لومړیو کې هم خلګو تفکر ته لیوالتیا درلوده او تعقل به یې کاوه. دا تفکر د دې لامل شو چې خلګو ابتکار، اجتهاد او اختراعاتو ته مخه کړه.

دا هر څه په داسې حال کې رامنځته کیدل، چې مسلمانانو د انحطاط په لوري ګامونه اخیستل. که څه هم الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو فرض کړې وه، چې له نورو ملتونو سره سیالي وکړي، پر مسلمانانو فرض وه، چې خپل قدرت زیات کړي، د نړیوال قدرت او د اسلام د اظهار لپاره هڅې وکړي، مګر حاکمان او مسلمانان له دې هر څه بې خبره وه. په ځانګړې توګه مسلمان حاکمان په دې برخه کې بې‌تفاوتی پاته شول، چې ټولنه وروزي، مسلمانان له کفري نړۍ سره سیالۍ ته وهڅوي، د قدرت د زیاتوالي لپاره دې حرکت وکړي او د قدرت، اقتصاد، ساینس او نورو برخو په اړه دې فکر وکړي. نن ورځ چې په افغانستان کې ځینې ځوانان په ابتکار لاس پورې کوي، دا د سبا ورځې لپاره یو ښه زیرۍ دی، چې دولت ګټه ځیني واخلي او تفکر او ابتکار پر یوه عام فکر بدل کړي. تر څو مو چې د سیالۍ ذهنیت او د هڅې او ابتکار روان عام کړی نه وي، تر هغه وخته موږ نه شو کولای چې خپلواکي تر لاسه کړو، الهي دین تطبیق کړو، نړۍ ته یې ورسوو او د نړیوال نظم پر وړاندې ودریږو. د عامه رایې او عامه افکارو جوړول یوازې د تشویق او تبلیغاتو پر اساس نه شي کیدلای، بلکې دولت مکلف دی چې په دې ډګر کې په سیستماټیک ډول تمرکز وکړي او د ایماني ټولنې او رقابتي ذهنیت د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.

په دې ورځو کې وینو چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې تخنیکي ابتکارونه او نوښتونه کیږي، عامو خلګو د دغو ابتکارونو ملاتړ وکړ او دولت يې هم د تشویق لپاره تر یوې کچې اقدام وکړ، مګر د دغو مسایلو آرزښت تر دې هم لوی دی، چې یوازې دې د مخترع پر تشویق او هڅونه بسنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button