روغتیا

د معدې د ناروغي کورنۍ درملنه

د انساني بدن بهترین ساخت، ښایسته جوړښت او متوازن داخلي سیسټم ته د نن دور عصري طبابت او ساینس حیران دی؛ ځکه چې دغه جوړښت هیڅ نمیګړتیا نلري. له شک پرته، روغ او تندرست انساني بدن د ارام او خوندور ژوند راز او ذریعه ده. څښتن تعالی، انسان ته ښه غښتلي او کارآمد غړي ورکړي؛ خو تر څنګ یې د ساتنې لارښوونه هم کړې.

د انساني بدن بهترین ساخت، ښایسته جوړښت او متوازن داخلي سیسټم ته د نن دور عصري طبابت او ساینس حیران دی؛ ځکه چې دغه جوړښت هیڅ نمیګړتیا نلري. له شک پرته، روغ او تندرست انساني بدن د ارام او خوندور ژوند راز او ذریعه ده. څښتن تعالی، انسان ته ښه غښتلي او کارآمد غړي ورکړي؛ خو تر څنګ یې د ساتنې لارښوونه هم کړې.

د ورځينو چارو، د ژوندانه طرز، نامتوازنو خوړو، خرابې آب او هوا او ډېر عمر له کبله د بدن دا پياوړي غړي ورو ورو کمزوري او ان له کاره غورځي، چې دا بیا زمونږ د ژوند خوښۍ هم پيکه کوي.

د بدن هر غړی په خپل ځای ارزښتمن دی؛ خو معده ځکه هم ډېره مهمه ده چې د معدې له ښه فعالیت سره د بدن د نورو غړو کار هم اسان وي خو د معدې خرابي او ناروغي بدن اغېزمنوي.

روغتیايي په تېره بیا د هضمي سیسټم متخصیصین وايي، چې د معدې د خرابېدو اغېزه یوازې په هضمي سیسټم نده، یعنی داسې نده چې د معدې د خرابي له وجې به ګیس، سوزش، بد هضمي او ورته نورې ستونزې پيدا شي، بلکې دغه ناوړه اغېزې عموماً د سر درد، لوړ فشار، اپنډکس کېدلو او په کولمو، پانکراس، تریخي او ځيګر باندې د بد تاثیر لامل هم کیږي. اوس په نړۍ کې د معدې سرطان په پنځم نمبر دی.

د سويډن د ګوتنبرګ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې، د نړۍ په هرو لسو کسانو کې څلور د معدې په ناروغیو اخته دي، په دغه څېړنه کې د نړۍ د ۳۳ هېوادونو ۷۳ زرو خلکو ګډون کړی و، نو ویلی شو چې د دنیا د ټول نفوس ۴۰ سلنه د معدې مشکلات لري.

که خبره د خپل هېواد وکړو نو دلته هم تاسې خپله وګورئ چې په شاوخوا کې مو څومره ډېر وګړي د معدې له تکلیف نه شکایت کوي. یقیناً چې دا یو اندېښمنوونکی وضعیت دی.

خلک د معدې د ناروغیو او ناراحتیو له کبله، بېلابېلو مرجعو ته مخه کوي، چا د حکیم لمن نیولې وي، څوک شفاهي لارښوونې تعقیبوي، څوک هومیوپیټک او په اصطلاح د طبیعي بوټو په ذریعه درملنې ته ترجیح ورکوي. ښاري او ټول هغه خلک چې صحي تعلیمات ور رسېدلي، بیا له ډاکټرانو نه تداوي پيلوي.

خو دا چې موږ د یوې سُنتي او روایتي ټولنې برخه یوو، نو دلته که څه هم د مختلفو عواملو له کبله په کورنیو ټوټکو (درملنې) باور یو څه ټکنی شوی خو بیا هم خلک د عصري دواګانو د نه مؤثریت، قېمتي او یا هم په ټوله کې ورته د نه لاس رسي او ډېرو او ګرانبیه معایناتو  له کبله هماغه زاړه روایت یعنی کورنۍ درملنې ته مخه کوي او البته چې تر یو څه حده مؤثره هم ده، نو راځئ له ځينو هغو کورنیو ټوټکو، طریقو او د درملنې لارو نه خبر شو چې یو شمېر نوې طبي څېړنې یې اغېزمن، بلکې بیخي ډېر ګټور بولي.

د ادرک کارول:

د ادرک کارول د امېدوارو ښځو او په سرطان د اخته خلکو لپاره ډېر ګټور دی؛ ځکه چې زړه بدوالی او کانګې کموي.

هغه خلک چې ګېډه یې خرابه وي یا درد ولري، د هغو لپاره هم په چای او یا هم کتغ کې د ادرک کارونه مفیده ده. خو باید یادونه وشي چې د ادرک نهايي ډېر کارول خپله د معدې د خرابېدو لامل ګرځي، د معدې ګیس، سوزش او بدهضمي پيدا کوي، نو باید په مناسبه توګه یې وکاروو.

صافې اوبه:

د خوراکي څيزونو د ښه جذب او هضم لپاره بدن صافو اوبو ته هم ډېر ضرورت لري، د اوبو د کمښت له وجې د هضم پروسه سخته او کم تاثیره کیږي، ورسره د نس د خرابېدو ډېر امکان هم شته. هېره دې نه وي چې د کافي پاکو اوبو کارؤنه د معدې (سینې) د سوزش په کمولو کې هم مرستندوی دي.

د انګلیستان ملي روغتیايي خدماتو اداره بالغو ښځينه او نارینه وو لپاره په ورځ کې له ۶ ــ ۸ ګیلاسو پورې اوبه څښل تجویزوي.

تمباکو (نشه) پرېښودل:

د تمباکو او نورو لوګي لرونکو او هم عادي نشو کول بد هضمي پيدا کوي او هم د معدې د نورو مرضونو د تحریک او زیاتېدو لامل کیږي. دغه راز د ژوندانه طرز او ورځنۍ چارې ښې پوره اغېزمنوي چې آن د سرطان غوندې موزي ناروغي سبب ګرځي. نو باید دغه څيزونه سمدستي پرېښودل شي؛ ځکه چې هم په جسمي او هم رواني توګه زیان رارسوي.

درانه خوراکونه:

د معدې د ناروغیو متخصصین وايي، د څېړنو په ترڅ کې معلومه شوې چې ډېر شحم لرونکي، بې کیفیته او یا هم له حده ډېر غنم لرونکي خوراکونه، مصالحه دار او تېز او توند خواړه هم بد همضي پيدا کوي. د دغو پورته یادو شویو خوړو هضم او جذب لپاره معده ډېر مشقت وباسي، فعالیت یې اغېزمنیږي. ورو ورو، بد هضمي، ګیس، کولمو کې باد او درد ترې پيداکیږي. نو ځکه باید دغه غذاګانې په مناسبه توګه وکارول شي، سبزي او نورو نرمو خوړو ته لومړیتوب ورکړل شي.

انځر:

انځر داسې مواد او مرکبات لري چې د قبضیت د ختمېدو او د کولمو د ښه فعالیت لپاره ګټور دی او هم بدهضمي کمولو کې مرستندوی دي.

البته هغه خلک چې په نس ناسته او اسهال اخته وي، د انځر له خوړلو دې تېر شي؛ ځکه چې دغه مرض نور هم تشدیدوي.

ذهني بوج:

ذهني بوج او تشویش هم د معدې د خرابېدو ستر لامل دی، دا به تاسو ته خپله هم معلومیږي چې کله پرېشان اوسئ او په دماغو مو بوج وي نو احساس کوئ چې معده مو هم په خرابېدو ده؛  ځکه چې په ګېډه کې درد، ګیس او سوزش سره مخ کېږئ. نو له ذهني بوج نه د خلاصون او خوندي پاته کېدلو لپاره د نورو طریقو او درملنې تر څنګ کافي ورزش مه هېروئ!

ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button