
د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت څو ټکي!!
که څه هم رسنۍ د دوحې پر غونډه سرګرمې دي او بېلا بېل ابعاد يې له خپلو ليد لوريو څېړي، ځکه چې د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه وه، خو «هيواد» بيا له خپلو لوستونکو سره د می د (۳) یمې په مناسبت خواله کوي چې دمطبوعاتو د آزادۍ! نړيواله ورځ یې بولي !!
که څه هم رسنۍ د دوحې پر غونډه سرګرمې دي او بېلا بېل ابعاد يې له خپلو ليد لوريو څېړي، ځکه چې د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه وه، خو «هيواد» بيا له خپلو لوستونکو سره د می د (۳) یمې په مناسبت خواله کوي چې دمطبوعاتو د آزادۍ! نړيواله ورځ یې بولي !!
دمطبوعاتو پر ارزښت اوس هېڅوک سترګې نه شي پټولی او ځان يې تر داسې حده رسولی چې هر نطام يې په خپلو درې ګونو قواوو پسې څلورمه قوه ګڼي.
همدا اوس چې په افغانستان کې سل په سله امن دی او جګړه نه شته، خو د نظام په وړاندې ګواښ او مورچل همدا اړخ اود پروپاګند ميډيا ده چې تښتېدلي اشغالګر يې حمايه کوي او حکومت ته سرخوږی دی !
دا چې له مطبوعاتو بايد کار واخيستل شي، نو د دې ورځې په تړاو به همدا ضرورت وڅېړو او د معاصرو مطبوعاتو وضعيت ته به هم سر ورښکاره کړو.
د دې لپاره چې مطلب مو ښه روښانه او په روڼتيا افاده کړی وي ښه به وي چې په همدې تړاو يو څو پوښتنې مطرح کړو چی پر ځواب يې قناعت حاصل شي :
۱- مطبوعات چې دکوم غرض لپاره رامنځته شوي آيا په هماغه حالت پاتې دي کنه ؟! هغه که دهيواد، سيمې او حتي دنړۍ په سطحه وي ؟!!
۲- مطبوعات خپله بې طرفي ساتلای شي که نه ؟!
۳- د مطبوعاتو دتحريف مرحله څوک مني که نه ؟!!
۴- په هيواد کې له مطبوعاتو سره دنظامونو تعامل څه ډول وي ؟!!
او 6 مه یا وروستۍ پوښتنه داچې له مطبوعاتو ګټه څوک اخيستلای شی ؟!!!
په دې کې شک نه شته چې اوس به هيڅ خپلواکه او بې طرفه رسنۍ پاتې نه وي. هره رسنۍ تر شا يوغرض او هدف لري او د هماغه هدف لپاره تمويلېږي، تر دې چې ډېرې یې لا په استخباراتي ابزارو بدلې شوي او د نورو په خدمت کې دي،ځکه به د رسنيو دانحراف مرحله منل کېږي اوپه دې به باوري کيږو چې رسنۍ په کوم هدف راپنځېدلي هغه اساس اوس پاتې نه دی.
خو خبره داده چې پنځه واړه ګوتې ټولې هم په خوله نه ننوېستل کېږي او له رسنيو استفاده کول په کار دي، همدا زموږ وروستۍ پوښتنه ځوابوي اوله رسنيو ګټه حتمي ده، پورته ټکوته په پام حکومت باید له مطبوعاتو داستفادې او افادې په پار په نوښت او ابتکار لاس پورې کړي او په اوسنيو شرايطو کې دهغه چا واوري چې هم نظام ته ژمن دي او هم له لسيزو په دې برخه کې داشغال د دفعې عملي تجربه لري .چې له يوي خوا به د هغوی مسئولیت رفع شي او له بل لوری به نظام در سنیو او مطبوعاتو له حمایې برخمن وي