سرلیکنې

د مشورو اورېدل د حکومت کمزوري نه،بلکې کامیابي ده!

دا چې په دې زمانه کې نه وحي شته، نه څوک د عقل کل دعوا کولی شي او نه هر سړی  په ټولو چارو کې د تجربې خاوند وي، نو له فردي او کورني ژوندانه نیولي تر ملکۍ او پاچاهۍ پورې هر چاته لازمه ده ،چې د کور، کلي او هېواد په انتظامي چارو کې د سپین ږیرو، مشرانو او پخو تجربه کارو اشخاصو نصيحت او مشورې ته ښه غوږ  ونیسي، د زړه په غوږو یې واوري، فکر او سوچ پرې وکړي  او بیا یې بدې پرېږدي او پر ښو یې عمل وکړي.

دا چې په دې زمانه کې نه وحي شته، نه څوک د عقل کل دعوا کولی شي او نه هر سړی  په ټولو چارو کې د تجربې خاوند وي، نو له فردي او کورني ژوندانه نیولي تر ملکۍ او پاچاهۍ پورې هر چاته لازمه ده ،چې د کور، کلي او هېواد په انتظامي چارو کې د سپین ږیرو، مشرانو او پخو تجربه کارو اشخاصو نصيحت او مشورې ته ښه غوږ  ونیسي، د زړه په غوږو یې واوري، فکر او سوچ پرې وکړي  او بیا یې بدې پرېږدي او پر ښو یې عمل وکړي. ښایي ځینې فکر و کړي چې زه د هېچا مشورې ته اړتیا نه لرم، زه خپله ډېر ښّه پوهېږم ،یا فکر وکړي چې که  د بل چا خبرو اومشورو ته غوږ  نیسم ،یایي په څه چارو کې پوښتم ،نو دا به زما په کمزورۍ  او ناپوهۍ دلالت وکړي، خو دا ډول دریځ هېڅکله سم نه دی، بلکې دا ډېر لوی کبر او انانیت دی.تر دې چې د څښتن تعالی له لوري ان پیغمبر علیه السلام  ته امر شوی چې د خپلو ملګرو او دوستانو له ځینو خطاوو تېرېدنه کوه، بښنه ورته غواړه او په چارو کې ورسره مشوره کوه. ځکه په همدې خصلت سره خلک پرځان راغونډولی او د هغوی صیمیت ترلاسه کولی شئ.

د مشورې اورېدلو او منلو په اړه نبوی سیرت کې ډېرې څرګندې بېلګې لوستلی شو ،کومې چې د مسلمانانو لپاره ډېر ګټور درس ګڼل کېږي او باید ښه په غور و لوستل شي.دغه راز د مشورو اورېدلو په لړ کې بله خبره داده چې کیدای شي واکمنو او چارواکو ته وخت ناوخته هر کس او ناکس پر خپل سر هم ډېرې خبرې، سپارښتنې  اومشورې ورکړي یا بېلابېل اعتراضونه او نیوکې ولري چې په هغو کې به حتماً په افراط او تفریط ولاړ نظریات هم وي، له همدې امله د حکمت تقاضا داده چې باید ښې او معقولې خبرې واورېدلې شي او پر بدو او نامعقولو غوږونه کاڼه او سکوت غوره شي. د مثال په ډول زموږ هېواد کې تقریباً څلوېښت میلیونه وګړي ژوند کوي، طبیعي ده چې په دوی کې ډېر داسې اشخاص شته چې هم مشران او تجربه کار دي او هم ښه هوښیاران او تر څنګ یې زښته ډېر داسې چې د هوښیارۍ دعوا کوي ،خو ناپوهان دي او ځانونه د هېواد، ملت او حکومت خواخوږي هم بولي او دغه راز له ټولو زیات بیا داسې کسان چې فقط ګیلې، ښکنځل او بد رد به وایی. همدا وضعیت  غوښتنه کوي چې باید واکمن مشران زښته ډېر زغم ولري. ځکه په یوه داسې زمانه کې چې د هر فرد لپاره د سلګونو ټي وي چینلونو، راډیوګانو، اخبارونو او خواله رسنیو له لارې دخپلو خبرو او بیانونو د خپراوي بشپړ فرصتونه برابر وي، ایا دا شونې ده چې د ټولو پرخولو لاس کېښودل شي او ایا ممکنه ده ټول زنداني او په سزا محکوم شي؟ واقعیت دادی چې دا چاره هېڅ امکان نه لري او نه د ټولو معترضینو او  ګیله منو په محاسبه او محاکمه کولو سره حکومت تقویه کېدای شي. ځکه خو ښه داده چې په رعیت کې له مشرانو او تجربه کارو وطنپالونکو اشخاصو مشوره واخیستل شي او اعتماد پرې وشي او د ناپوهانو پرګډو وډو غوږونه کاڼه واچول شي او اعراض ترې وشي.دا کمزوري نه، بلکې حکمت او د بریالیتوب لاره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button